
مسلکي که مصلحتي کابینه ؟
لیکوال: شاهد ( غزنیوال)
له دری نیمو میاشتو انتظار او لانجو وروستو بالاخره د دوشنبې په ورځ د ګډ حکومت د مشر لخوا د ۲۵ کسیزې کابینې نوم لړ اعلان شو.
د کابینې تنظیمي ، قومي او مصلحتي جوړښت ته په کتو سره معلومیږي چې د هغې په تشکیل کې یواځې حزبی او شخصي مصلحتونه په پام کې نیول شي نه ملي او وطني منافع.
داچې پر ولسي جرګې هم دغه قومي او تنظیمي مصلحتونه مسلط دي نو ښايي د هغو له مخې معرفی شوي وزیران له پارلمان څخه هم د باور رایه تر لاسه کړي او په همدې تنظیمي او قومي روحیې سره وزارت ته ځان ورسوي .
خو تیرو ترخو تجربو دا په اثبات رسولې چې تنظیمي مصلحتونه په هیڅ ډول د افغاني ملي مصالحو لپاره ګټور نه دې واقع شوې او نه به له دې وروسته واقع شي.
اوس به هم د ګډ حکومت په مصلحتي کابینه کې یواځې د همدي مصلحتي اشخاصو د شخصي مصلحتونو لپاره کارونه کیږي او عام ولس به له هغو ستونزو کړیږي کوم چې د یوې مسلکي کابینې د نشتون له امله ورسره مخ و .
د ګډ حکومت په کابینه کې پر تنظمي مصلحتونو سر بیره قومي هغو ته هم ډیره ترجیح ورکړل شوې ، چې دا لاهم د ملي وحدت له شعار سره په تناقض کې او نشي کولای د افغان ولس ملي غوښتنوته ځواب وويلای شي.
د کابینې تر اعلان له مخې به هم د ګډ حکومت د مشر او هم د هغه د اجرائیه رئیس اصرار د کابینې پر مسلکيتوب باندې و، خو اوس چې هغه اعلان شوه نو له مخه یې لیدل کیږي چې یواځې څلور سلنه غړي یې مسلکي بلل کیدای شي او نور ټول مسلکي وړ تیا څه چې تحصیلي اسناد یې د هیواد د اکادیمیکو مؤسسو له نظره د شک وړ دي، او ځیني خو لا ورکې داسې وزیران هم شته چې د خپل مسلک او تخصص بر خلاف وزارتونو ته معرفي شوي .
له دې ټولو ستونزو سره سره اکثریت یې داسې غړي هم شته چې په مربوطه وزارت کې یوه ورځ هم د کاري تجربې سابقه نه لري.
دغو ستونزو ته په پام سره داسې اټکل کیږي چې د ګډ حکومت راتلونکې پنځه کلنه دوره به د کار او فعالیت له مخې د پخوانۍ فاسدې ادارې تر دورې ډیره ناکامه ډیره ګډ وډه او ډیره له فساده ډکه وي .
خلاصه دا چې د ګډ حکومت په اعلان شوې کابینه کې هم کټ مټ هماغه اهداف په پام کې نیول شوي کوم چې د نوموړي حکومت په ایجاد کې په نظر کې نیول شوي ول ، او هغه دا چې حکومت او کابینه په دواړو سره د افغاني ملي منافعو پر ځای اجنبي مصالحوته ژمن اوپه ګډه به د هغو د تحقق لپاره کار وکړي .
د دواړو لخوابه د حکومت په داخل کې قومي تنظیمي او منطقوي تبعیضونو ته رشد ورکول کیږي تر څو د افغان متحد ولس ملي وحدت متضرر او له هغه نه په استفادې سره د حکومت بهرني حامیان هغه مو خې تر لاسه کړي کومې چې یې په تیره ۱۳ کلنه دوره کې د پوځي اشغال له لارې تر لاسه نکړای شوې .
every one must stop subotage,we need to united afghanistan,booth ashraf ghani and abdullah are good leaders,
they are two team,they are honest afghans,,we have to support this government,,look to ashraf ghani,he went to china,doubi, for to bring peace to afghanistan.
,afghanistan will become change,.economi,agrecalture will become better,
thank you