افغانستان

وسله والو غلو هرات کې یو ډاکتر وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۲۴مه،۱۳۹۳ل): په ختیځ هرات ولایت کې وسله والو غلو یو ډاکتر په ډزو وژلی دی.

د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې وړمه شپه د شپې په ۹ بجو د انجیل ولسوالۍ په بادق سېمه کې څو تنو غلو، چې وسلې هم ورسره وې، یو تن ډاکتر نورګل چې د کور پر خوا روان و، لوټلی او وروسته یې په ډزو وژلی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالرؤف احمدي د پېښې د پخلي تر څنګ وویل، چې پولیس د پېښې د عاملینو د نیولو په لټه کې دي.

په ورته وخت کې د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي وايي، چې وژل شوي ډاکتر د انجیل ولسوالۍ د رواشان کلي په کلینک کې وظیفه اجرا کوله او له دې وړاندې د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو په قومندانۍ کې هم د ډاکتر په توګه دنده ترسره کړې وه.

نوموړي وویل، چې د وژل شوي ډاکتر پر جسد دوه مرمۍ لګیدلې او وروسته یې سا ورکړې.

ښاغلي شیرزي له امنیتي ارګانونو وغوښتل، چې د ډاکترانو او روغتیاپالو امنیت ډاډمن کاندي.

په هرات کې د غلا او شوکو په ډېری پېښو کې سیمه یېز وسله وال او زورواکي ښېکل بلل کېږي، خو حکومت د خلکو د بار بار غوښتنو سربېره د دغو کسانو پر وړاندې اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x