افغانستان

طالبانو پکتیا کې د قوماندان په ګډون پنځه سرحدي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي۲۴مه،۱۳۹۳ل): د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه برید په پایله کې د سرحدي عسکرو د قوماندان په ګډون پنځه عسکر وژل شوي.

د پکتیا امنیه قوماندان زلمی اوریاخیل پېښه تاییدوي.

د اوریاخیل په خبره، دوی نن د څلورو تنو هغو وژل شویو سرحدي عسکرو او یو بل تن جسدونه د ډنډ پټان ولسوالۍ په مقبل دره سېمه کې موندلې، چې د رخصتیو د تیرولو لپاره د ډیورنډ پولې هاخوا په کرم ایجنسۍ کې خپلو کورونو ته تللي ول.

د نوموړي په خبره په وژل شویو کسانو کې څلور تنه سرحدي پولیس او د یو بل تن په اړه مالومات په لاس کې نلري.

بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې تېره شپه د ډنډ پټان ولسوالۍ په انزرکي سېمه کې دوی د یوې وسله والې نښتې په پایله کې د سرحدي عسکرو د قوماندان میرزا د یعقوب زوی او څلور نور عسکر وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبداللہ

پہ پکتیا کی چہ کوم قومندان سرہ د5ملگرووژل شوی داپہ جنگ کی نہ دی وژل شوی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x