نظــر

د افغانستان روان حالات د یو عام او بې وسه افغان وګړي له نظره

لیکوال : اسدالله میرخیل

د بل هر هیواد په نسبت د افغانستان وګړي د خپل هیواد په حالاتو او وقایعو کې ډیر دخیل او د وضعیت څخه باخبره دي، د خپل هیواد او ولس درد ډیر محسوسوي دا ځکه چې دوی هر وخت د تحولاتو قربانی شوي، په روان وضعیت او سیاسی حالاتو بحث خو اګر که د افغانانو عام عادت دی خو نن د یو عام افغان وګړی خبرو چې د روان جنګ، په پاکستان کې د مهاجرو وضعیت او د نوې کابینې د تشکیل په اړه وې ډیر متعجب کړم، دومره همه جانبه او با درده وې چې زه یی دیته مجبوره کړم چې په دقت یی واورم او تاسې ته یی ورسوم، نوموړی زما څخه په پوښتنه خبرې پیل کړې خو ما کوشش وکړ چې دده څخه خبرې واورم.
محترم : دا حالت به څنګه شی ترڅو پورې به دا جنګ روان وی، هرځای خلک نیول کیږی وژل کیږی طالبان ولې یو فکر نه کوی چی ترڅو به جنګ وی.
زه : هو الله دې رحم وکړی حالات ډیر خراب دی.
محترم : اوس دوی خو به یو سرپناه لري ځان به پټوی شی خو عام خلک څه وکړی هغه بله ورځ یی هغه فلانی بیچاره په زخمی بدن ونیولو.
زه: څوک ځان پټوی شي؟
محترم : دا د طالبانو مشران، ملاعمر دا دیارلس کاله کیږی چې ځان یی پټ کړی خو دده سره په زرهاوو خلک ونیول شول مخکې خو په پاکستان کی یوه سرپناه وه یوشی به یی وکړل اوس به کومې خواته ځې ته اوایه؟ په ځان باندې یی ټوله دنیا سور اور کړه، پخوا به په پاکستان کې اکمالیدل افغانستان کې جنګیدل اوس خو هغه کار هم نشی کوی اوس خو بغیر ددې نه چې بزرګان شې په هوا روزنه وکړی او په هوا ورته راکوز شی بله لار خو نه ده ورپاتې شوې، په هلمند کې څه بد حالت شروع کړی او خپله اشرف غنی ورته وویل چې سختې وسلې او درنو وسلو نه کار واخلی، صحیح ده یو ورځ به بیان ورکړی چې اخ زما شهیده هلمنده خو پدې خو نه کیږي اوس څه وکا دا یو سوال دی؟ نن ما کتل پدې کابینه کې د قدرت خواهی په نتیجه کې دا د ربانی زوی د ټولو نه خوشحاله وو د پلار په مرګ یی پښه کیښودله دده نه هغه هزارګان ښه وو ځان یی کنټرولولی شوی، ته راشه کومو کثیفو او نجسو خلکو ته یی چوکی ورکړی ددې عمل او کاروایی به څه شی وی طالب ولی دیته نه ګوری، یوم البتر پرې راروان دی یوم البتر، په کوټه کې اپریشن په کراچې کې اپریشن په پیښور کې اپریشن په هغه کې اپریشن دا به څنګه کیږی.
زه : نو اوس باید طالبان څه وکړی؟
محترم :خو زه همدا درته وایم چې اوس باید څه وکړی، دا ملت هم حق پرې لري دا امت مسلمه هم حق پرې چې دا به نو اوس څنګه کیږی یو تدبیر خو غواړی، ما غوندې یو عام سړی چې وګورې خو ارواح یی ویش کا چې ځاي تنګ شو. لږ د هغه نه دې کار واخلي، د خبرو د لیارې دې کار واخلې په جنګ خو که کیداي خو دا ۱۳ کاله د یوې ښځی چې اوه زامن وو د اوه واړو نه خلاصه شوه دوی دې شې ته فکر نکوی خو فقط اوایی چې (اینجانب ملاعمر نه میخایه کې ایچي کنه) بس خلاص په اینجانب نه فیصله کیږی څوک یی قطر ته لیږلی مزې چړچې کوی، مشران مشران ملاعمر دیارلس کاله کیږی چی پټ دي نور په زرهاوو جیلو ته لاړل، ته اوایه ته چې حل یی څه شی دی؟ ته فیسبوک ته وګوره خو ټول شهیدان شول.
زه : ته وایی چې طالبان دې د حکومت سره صلح وکړی؟
محترم : صلح نه، طالبان دې اوایی چې تاسې وګوري په افغانستان کې څومره تلفات هغو ورکړل او څومره دغه اړخ ورکړل او دا تاسې ته څنګه په ګارنټي رسیدلې دا یو د نمونې په شکل حکومت مسلمانانو وکړ دا ټوله ګارنټی د حکومت به په کافرانو رسیدلی وی، دا پچه د افغانستان په فاسقو فاجرو خلکو رسیدلې، رب العالمین د په مسلمانانو رحم وکړی.
زه : چې صلح نه نو څه وکړی؟
محترم : د خبرو څخه خو د لږ کار واخلی په خبرو خو هم ډیر ډير کارونه کیږی، دا کسان چې دا کابینه شوه دا صرف امریکا ځان ترې اویستو نور ټول هغه دې بله دا چې حکومت یی د ښځې او میړه جوړ کړی، اشرف غنی یی میړه هغه بل یی ښځه، والله چې زما داد رسیدلی هغه ته مې وییلې چې سړی خو د اهلو خلکو سره هغه کوی، درګرده یوه کمونیستی دوره ختمیږی بله شروع کیږي، د شوروي د وخت کمونیستان یی راوستل په کابینه کې یی وزیران کړل.
زه : ته وایی چې طالبان باید په کابینه کې ورګډ شوی وای؟
محترم : دوی خو اوس بیخي الف تر ب نه ورسره کوي صرف همدا وایی چې نه مذاکرات نه منو، مذاکراتو کې د داسې خبرې وکا چې خلک متوجه کا، اقلا زما غوندې خبرې خو دې وکا چې ستا هغه خور او مور په ټیکه دې اخیستی دا حکومت خو که په تلفاتو وی نو تر ټول نه طالبانو ډیره قربانی ورکړې، یو څه خو سړی وایی داسې خو هم نه کیږي، یو دوه مسلمانان بیانونه ورکړی چې جګړه پاي ته نده رسیدلې رنګ یی بدل شو ريښتیا وایی کفر هم هغه کفر دې رنګ یی ور د افغانانو کړو، نن په کابینه کې هغه خبره راوته ټول هغه کفر پسنده افغانان یی راوست، ريښتیا هغه دوستم ته خو یی هیڅ شی نه وو ورکړی؟
زه : هغه خو د اشرف غنی معاون دی.
محترم : ښا ، نو ته او خدایی د دوستم هغه حلالول یی چې وکړل نو ددې نه علاوه خو، خدای د افغانانو د کفر نه وساته د افغانانو کفر د امریکایانو نه تیز دی ، امریکایان خو ځی د بل چا سره زنا کوی افغانان خو د خپلې خور او لور سره زنا کوی ، نور تردې به نو څنګه حکومت راځې د دری کلنې انجلی سره جنسی تیری د یو کلنی انجلی سره تیری د خلقیانو په وخت کې یو وار د کوم صاحب منصب د لور سره عسکر کړی وو دفعتا یی په کور کې ووژلو، اوس یی چې لولې په کندز کې تیری په تخار کې تیری په بل او بل ځای، خو تاسې خو پدې سکوت سکوت داسې خلکو ته بال او پر ورکړو، کوم فکری خلک چې اوس راغلل دا پخوا اصلاح کیدل که طالبانو لږ نرمی کړی واي پخوا دومره متشدد خلک نه وو لکه اوس چې راغلل دغه یو وزیر چې راغی دا د کمونیستانو د وخت کافر دی نو ته فکر وکړه دده فکر به څومره ترقی کړی وی خو طالبان هیڅ ترقی نکوی چی مونږ لیدلی دوي وایی چې نه نې ورسره منم ،نه نې ورسره منم ،په نکړم نکړم خو دادی داسې حالت راغی، که تاسې د عربانو د جهاد سره ځان پرمخ بیایی نو عربان خو داسې ډز په پاریس کې هم اوباسي ،په فرانسه کې په امریکا کې.
زه : خو دا حکومت چې ته وایی کافران پکې راغلل او د پخوا څخه هم بدتره دی نو ددی سره طالبان کینی که جنګ ورسره وکړی؟
محترم : خو کوم دی جنګ ټول خلک ختم شول مجبور چې اوس میندې ځامن راوړي بیا غټ شې بیا یی جهاد ته ولیږي ، یو نسل خو ختم شو ، اوس خو بیرته ډیر خطرناک هغه راغلل یو خو د الله وهنه ده که الله اوهل اوهل که نه داسې پاخه خلقیان راغلی نور نو کوم حالت ته طالبان ګوری خو د جنګ له لیارې خو دا ۱۳کاله ونشو، اوس دې داسې یو طرز وچلوی چې مونږ پریدی سره د کابل حکومت، پردي خلک دې لاس واخلی زمونږ په ملک کې یی شرعا حق شته ؟، عرفا حق شته؟ د څه شی حق یی دی ؟ اوس مونږ پوهیږو او زمونږ دواړو جوړښت ، یو وارې یی همدا خبره کړې وه چې مونږ او دوی سره پریږدی پدې کې خبرې پورته شوې چې طالبان مذاکراتو ته تیار دی ، پداسې جدي اقدام یی دوه درې هفتې پس رد کړله ، وروسته د هغې نه دا خبره پکې راوتله چې جګړه پاې ته نده رسیدلې رنګ یی بدل شو، وایی چې جګړه پدې پاي ته نده رسیدلې چې افغانانو نامشروع حکومت جوړ کړی، د دوه ګډو پاچاهانو حکومت نه جوړ شوی او نه تیر شوی، زه خو سیاسی فکر نه لرم خو دوی داسې په خروارو مثالونه ورکړی، نو اوس دا خبره مسکینان ملامت هم ندی خو دوی هم د شږې شیطانان دی.
زه : نو اوس باید طالبان څه وکړي تسلیم شی ؟، صلح وکړی ؟ که جنګ ته داوم ورکړی؟
محترم : ولې تسلیم شی، زه وایم چې دا خبره ورته وکړی دومره خو طالبان کولی شی چې د خبرو د لیارې دومره لار برابره کړی چې دا خلک به اوس څه کا ؟ پاکستان ټولې مدرسې وتړلې، ووړکی یی په لاس ورکړل ،مهاجر نیسی او ځوروي ، اوس خو یی د فامیل فامیل سره د بلا په خوله کې ورکوی ، ته څه وایی چې طالبان باید څه وکړي؟ د جنګ له لارې خو نه کیږي یا به دوي بلې خواته څه اغه ویني مونږ به یی نه وینو ، اوس دا خبرې هم کیږي چې کنړ او نور ځایو ته عربان مجاهدین راغلی ، عربان خو اغسې کارونه هم کوی شی لکه په فرانسه کې ، ګوره پدې پلان ګزاری به یی څومره پیسي مصرف کړی وي عربان خو پیسې لري ، افغانان بیچاره ګان خو دې هم هغه وخته چې راکه راکه ، داسې په پښو ولاړ خلک خو هم ندي ، الله دې زمونږ دغه محلس په ګناه کې نه حسابوي مونږ وایو چې یو حل د وسنجوی ،غریب او غربا ټولو کډې یې ورپه شا کړي لږ تجدید نظر هم د انسان سره اغه دي .
دا خبرې د یو داسې کس له خولې راوځی چې ما هیڅ ګمان پرې نه کوو خو دده درد او اندیښنې زه وهڅولم چې درد یی خلکو ته ورسوم ترڅو دده کومه ساده خبره د کوم عاقل په کار راشی او د کوم خیر سبب وګرځی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x