ورزش

افغانستان د سکاټلینډ په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه ۱۳۹۳ل): نن د افغانستان او سکاټلینډ ملي لوبډلو تر منځ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې افغانستان د سکاټلینډ په وړاندې سخته ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د سکاټلینډ لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. سکاټلینډ ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۳ منډې جوړې کړې.

د سکاټلینډ لپاره برینګټن ۶۲ او جوش ډیوي ۵۳ منډو جوړولو سره غوره توپ وهنه وکړه.

نننۍ لوبه کې ټول افغان توپ اچووونکي ښه لوبه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د ډیر اوچت هدف ټاکلو چانس ورنکړ. دغه لوبه کې افتاب عالم ۳ او سمیع الله شینواري دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل.

افغان توپ وهونکي د سکاټلینډ توپ اچونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړای او ټوله لوبډله یوازې ۶۳ منډو جوړولو سره وسوځیدله او دغه لوبه کې يي د سکاټلینډ په وړاندې سخته ماتې وخوړه.

دغه لوبه کې بیا هم عثمان غني ۲۵ او جاوید احمدي ۲۱ منډو جوړولو سره نسبت نورو لوبغاړو ته ښه وځلیدل.

دغه لوبه کې سکاټلینډ لپاره جوش ډیوي ۶ او وارډ لا ۴ ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x