افغانستانخبرونه

د کابینې له اعلان وروسته د عبدالله ټیم کې د شخړو ګنګوسې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۳ل): د کابینې له اعلان سره سم د عبدالله عبدالله په ټیم کې ځینو خاصو سرچینو راپو ورکړی چې د عبدالله عبدالله ټیم کې خپګانونه منځ ته راغلي او ان خبره تر داخلي ډلبندیو پورې رسېدلې ده.

عبدالله عبدالله هغو وزارتونو ته چې د کابینې په وېش کې د ده په برخه رسېدلي وو ډېری داسې کسان معرفي کړي دي چې پخوانۍ شمال ټلوالې پورې تر ډېره تړاو نه لري. د عبدالله له خوا په پېژندل شوو وزیرانو کې یوازې صلاح الدین رباني د پخوانۍ شمال ټلوالې د مشر، برهان الدین رباني زوی دی. کورنیو چارو وزارت هم عبدالله عبدالله ته رسېدلی و چې د ده له خوا ورته پخوانی پرچم قومندان، نورالحق علومي پېژندل شوی.

د علومي پر غوره کولو د ټلوالې ځیني غړي اندېښمن دي. علومي د کندهار دی.

د عبدالله عبدالله په ټیم کې ډېره نارضایتي د عبدرب الرسول سیاف د پلویانو ده. په کابینه کې عبدالله عبدالله سیاف ته هېڅ وزارت نه دی ورکړی. د کابینې له اعلان وروسته سیاف داسې غبرګون ښوولی: «چا چې مجاهدینو ته په سپکه وکتل، زه په دې پوره باور لرم چې خپله به سپکېږي». د شمال ټلوالې مشران د «مجاهد» له کلمې څخه ځانګړی تعریف لري.

سیاف پر عبدالله د مستقیمو نیوکو پر ځای کنایو او احادیثو کې خپل مخالفت په ډاګه کړی دی: «کله چې کار غیر اهل کار ته وسپارل شو، نو د قیامت په انتظار کې شئ – حدیث شریف».

په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د سیاف مرستیال او د جمعیت ګوند مخکښ مشر، اسماعیل خان ویلي: «ډاکتر عبدالله د هرات د خلکو په حق کې تر ټولو ستر ظلم وکړ».

د کابینې له اعلان وروسته سیاف په منظم ډول په کنایو او غیرمستقیمه ژبه پر حکومت نیوکې کوي: «د مجاهدینو څنډې ته کول د اسلام، هېواد، ملت او تاریخ په حق کې جفا ده او د افغانستان دښمنانو ته جرئت ورکوي».

د شمال ټلوالې غړی او د ملي امنیت پخوانی رییس، انجینر عارف سروري هم د کابینې پر تشکیل نیوکه کوي: «د کابینې تشکیل د ملي یووالي حکومت د موافقې پر خلاف شوې ده. د ټولو امنیتي سکتورونو په راس کې مجاهدین او یا هم تجان نه شته».

سروري، چې تمه کېده د کورنیو چارو وزارت ته به نوماند شي زیاتوي: «اوس داسې دسیسه روانه ده چې مجاهدین او مقاومت ګران د هېواد له سیاسي صحنې څخه وباسي؛ مګر زه ډاډه یم چې دا ځل به بیا هم دا دسیسه شنډه شي».

د عبدالله عبدالله د ټیم بل پلوی چې د کابینې له اعلان وروسته خواشینی دی، د پخواني ټوپکمار امان الله ګذر ډله ده. ګذر له هغو جنګسالارانو څخه و چې د ټاکنو د لانجو پر مهال یې د اشرف غني ټیم ګواښلی و. د ګذر یو پلوی، سالم وحدت لیکي: «ډاکټر عبدالله د کوم ځواک پر ملاتړ تداوم [د غني ټاکنیز ټیم] ننګوي او د ارګ د نیولو ګواښ کوي. د همدغو کسانو پر مټ چې کابینه کې معرفي شوي؟». وحدت د سوال ځواب منفي بولي.

د ټاکنیزو لانجو پر مهال ګذر ګواښ کړی و چې په زور به ارګ ته ننوځي. د دغه جنګسالار دا پلوی ګومان کوي چې تر متخصصو وزیرانو، ګذر د تجربې له لحاظه د کورنیو چارو وزارت ښه وړ دی.

دغه سرچینه دا هم وايي چې عبدالله د کابینې په باب دغه تصمیم ډېر وروسته نیولی او له خپلو پلویانو سره يې پرې مشورې نه وې کړې. ویل کېږی چې عطامحمد نور له دې پرېکړې «ټکان» خوړلی او تر دې دمه یې کوم غبرګون نه دی ښوولی. عبدالله ته نژدې کس او د ولسي جرګې غړی، عظیمي وايي چې عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم په پرېکړه کې په پام کې نه دی نیولی او دا تصمیم يې پر خپل سر نیولی.

ځینو سرچینو ویلي چې عطا د کابینې له اعلان سره سم کابل ته په بيړني سفر راغلی دی.

سربېره پر پورتنیو مخالفیتونو هغو ځانګړو ټاجک توکمه فاشیستانو چې له عبدالله عبدالله ملاتړ کړی وو اوس پرې نیوکې کوي چې ولې تاجکان کابینه کې ځای نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
raz mohammed mohmend

if we compare abdullah,with syaff and any other,abdullah is much better from all mujaheed,he grow up in many family problems,he was helper with ahmad shah masood..abdullah and ashrafghani have good relationship.
we hope all afghan support this government for better great afghanistan.

ابن شهید ين

مجاهدين .؟..ههههههههه…ههههههه… سياف ……كذر….مجاهدين .؟…ههههه زر داد مجاهد ..؟.ههههههه ممتاز …مجاهد ؟……هههههههه……….استغفر الله

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x