افغانستان

میدان وردګ: د ګډو ځواکونو پر مرکز باندي سرښندونکی برید شوی

breaking_newsنن ټکی آسیا: د میدان وردګ د سید اباد په ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو پر مرکز باندي سرښندونکی برید شوی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه برید په اړه ویلي چي دا سرښندونکی برید وو، او د یو مازدا ډوله موټر په واسطه د یادي ولسوالۍ د توپ دښتي په سيمه كي د بهرنیو او کورنیو ځواکونو پر مرکز تر سره شوی.

هغه زیاته کړې چي په دې برید کي ۸۸ تنو کورنیو او بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

خو میدان وردګو د والي ویاند شاهد الله شاهد ویلي چي په دې برید کي یوازي بریدکوونکی وژل شوی، او نور هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

تر اوسه بهرنیو ځواکونو او د ملي اردو چارواکو په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x