نړۍ

انډيپينډينټ: د پاريس بريد، ايا د القاعده او اسلامي دولت د ګډو عملياتو پيل دی؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې «ايا د پاريس بريد د القاعده او اسلامي دولت د ګډو عملياتو پيل دی؟» تر عنوان لاندې يوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼې د يادې ليکنې په ترڅ کې شپږ پوښتنې مطرح کړي او زياتوي، چې ايا پاريس کې د چارلي ابدو کارټوني مجلې پر مرکزي دفتر بريد د القاعده او اسلامي دولت د ګډو عملياتو پيل دی او له دې وروسته به اسلامي دولت او القاعده په ګډه د خپلو دښمنانو پر ضد عمليات کوي؟

انډيپينډينټ زياتوي، چې د سعيد، شريف او احمد کوليبالي تر منځ د ګډو اړيکو ريښې ان تر ۲۰۰۵م کال پورې غځيږي.

ورځپاڼه په خپله مقاله کې ليکي، سره له دې، چې د پاريس درې واړه بريدګر د دوو مختلفو جهادي ډلو غړي دي، مګر کارپوهان وايي، چې دا لازمي نه ده، چې دوی دې د خپلو ډلو په امر منظمه کړنلاره ټاکلي وي او کېدای شي دا د دوی خپل شخصي پلان وي.

دوهمه پوښتنه يې دا کړې، چې ايا د پاريس بريد د منځني ختيځ له يو جهادي مرکزه پلان شوی؟

ورځپاڼې د دغې پوښتنې په ځواب کې ليکلي، چې د کوليبالي له ويډيويي پيغامه ښکاري، چې اسلامي دولت سره خپل بيعت اعلانوي، نو اول خو دا ويډيو د اسلامي دولت له خوا نه ده خپره شوې او له انځورونو او د ويډيو په پيل کې د موسيقي او د جملو ترکيب او اداء د اسلامي دولت له سبک او طريقې بيخي مختلف دي.

انډيپينډينټ په لنډه توګه وايي، چې کېدای شي، کوليبالي د اسلامي دولت له خواخوږو څخه وي او د دغه دولت رسمي غړی نه وي.

انډيپينډينټ پوښتنه کوي، چې ايا فرانسه کې د جهادي ډلو له لوري د نورو بريدونو ګواښ لا هم پاتې دی؟

ورځپاڼه د فرانسې د امنيتي سرچينو له قوله ليکي، چې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې د چارلي ابدو پر دفتر د بريدګرو شپږ نور ملګري د پاريس په ځينو سيمو کې پټ دي او کېدای شي په لنډو ورځو کې نور بريدونه هم وکړي.
انډيپينډينټ بله پوښتنه دا کوي، چې د دغسې بريدونو راتلونکی هدف به کوم ځای وي؟

دغه ورځپاڼه بېرته د خپلې پوښتنې ځواب د امنيتي چارواکو او د نظامي چارو د کارپوهانو له قوله داسې ليکي، چې د دغسې بريدونو راتلونکی هدف کېدای شي د امريکا متحده ايالات وي او د برتانيا امنيتي سرچينې وايي، چې دا هم شونې ده، چې جهادي ډلې په امريکا او برتانيا کې د پوليسو افسران په غلچکي بريدونو کې ووژني.

پنځمه پوښتنه يې دا کړې، چې ايا د فرانسې امنيتي سرچينو د دغه بريد مخنيوی کولای شوای؟

انډيپينډينټ د فرانسوي مسؤولينو له قوله ليکلي، چې د دوی په امنيتي ارګانونو کې ځينې داسې خلک ننوتي، چې جهادي ډلو سره خواخوږي لري او د دغسې بريدونو تر شا لاس هم لري، کنه دا بريد شنډول ډېر اسانه و.

شپږمه پوښتنه يې دا مطرح کړې، چې ايا د پاريس مرګونی بريد د برتانيې په امنيت کوم اغېز لرلای شي؟

انډيپينډينټ ليکلي، چې د برتانيا د لومړي وزير او د استخباراتو د مشر تر منځ يوه بېړنۍ ناسته وشوه او دواړو مشرانو پرېکړه وکړه، چې لندن کې د پاريس د بريد په څېر د پېښېدونکو برېدونو د مخنيوي لپاره چمتو و اوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x