ورزش

سویلي افریقا لوبډلې له پرلپسې ماتې وروسته ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو تر منځ وروستۍ شل اوریزه لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه سویلي افریقا په ۶۹ منډو وګټله.

د لوبې پچه د ویسټ انډيز لوبډل مشر وګټله او توپ اچونې پریکړه يي وکړه. سویلي افریقا بیا د ښه توپ وهنې ننداره وړاندې کړه او یوازې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي ۱۹۵ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره هیندریکس ۴۲ منډې جوړې کړې په داسې حال کې چې وان ویک په ۷۰ توپونو ۱۱۴ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د ویسټ انډیز لوبډلې د تیر په شان ښه لوبه ونکړه او خپل ټول لوبغاړي يي یوازې ۱۲۶ منډو جوړولو سره له لاسه ورکړ. دغو منډو کې د سایمنز ۴۹ منډې د یادولو وړ دي.

سویلي افریقا توپ اچووونکي هم ښه لوبه وکړه. دغه لوبه کې ویز د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او خپل ۴ اورونو کې یي یوازې ۲۳ منډې ورکړې.

د سویلي افریقا له دې بریا سره بیا هم ویسټ انډیز د شل اوریزو سیالیو دغه لړۍ ۲-۱ سره وګټله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x