
يو امريکايي پر کانګريس ماڼۍ د بريد په تور ونيول شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): د امريکا امنيتي ارګانونه وايي، يو تن يې په دې تور نيولی، چې د کانګريس پر ماڼۍ يې د بريد پلان جوړاوه او غوښتل يې، چې د کانګريس غړي او کارګران ووژني.
د امريکا د فدرالي استخباراتو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوهايو ايالت کې يې شل کلن کريسټوفر کورنل په داسې حال کې نيولی، چې د لاسي بمونو جوړولو هڅه يې کوله، وسله يې هم تر لاسه کړې وه او غوښتل يې، چې د بريد په موخه واشنګټن ته سفر وکړي.
د ايف بي آی جاسوس کارګران وايي، نيول شوي کورنل وسله او شپږ سوه مرمۍ تر لاسه کړې وې او واشنګټن ته يې د سفر تياری کاوه، چې دوی ونيو.
ايف بي آی زياتوي، د کره اسنادو له مخې نيول شوی کورنل په خپله ټويټر پاڼه کې د اسلامي دولت پلوی دی او اصلي نوم يې رحيل محروس عبيده دی.
امريکايي رسنۍ وايي، چې ايف بي آی د نيول شوي کورنل د ټولو کاغذي او انټرنيټي فعاليتونو پلټنې پيل کړي، چې دی په کې خلک «وسله وال جهاد» ته رابولي.
ايف بي آی وايي، دوی داسې معلومات ترلاسه کړي، چې د اسلامي دولت په ګډون ځينې جهادي ډلې هڅه کوي، چې د امريکا پر مهمو ودانيو بريدونه او چاودنې وکړي.
رويټرز خبري اژانس ليکلي، چې څه موده وړاندې هم د اوهايو ايالتي محکمې کورنل د يو امريکايي مامور د وژنې په تور نيولی و او هغه مهال هم ده سره وسله وه.
د کورنل په نوم دا شل کلن ځوان په داسې وخت کې نيول شوی، چې تېره ورځ له لندنه خپرېدونکې انډيپينډنټ ورځپاڼې ليکلي و، چې د کره اسنادو له مخې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې جهادي ډلې به د پاريس له بريده وروسته هڅه کوي، چې امريکا او برتانيا کې پر ځينو مهمو ځايونو بريدونه وکړي او د امنيتي ارګانونو غړي ووژني.