fbpx

د پپېښور پر پوځي ښوونځي شکمن بريدګر افغانستان کې نيول شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): برتانوي رسنۍ وايي، چې تېره مياشت د پېښور پر پوځي ښوونځي د خونړي بريد پنځه شکمن بريدګر ډيورينډ کرښې ته څېرمه د افغانستان په ختيځ کې نيول شوي دي.

راپورونه کاږي، چې پنځه واړه نيول شوي بريدګر د پاکستاني استخباراتو په غوښتنه او همکارۍ نيول شوي دي.

افغان چارواکي وايي، چې پنځه واړه نيول شوي کسان تر اوسه پاکستان ته نه دي سپارل شوي او لومړۍ پوښتنې ګروېږنې به ترې افغان چارواکي کوي.

افغان امنيتي چارواکي زياتوي، چې پنځه واړه نيول شوي کسان د پاکستان په مرسته نيول شوي او دغه کسانو د پېښور پر پوځي ښوونځي خونړي بريد کې غير مستقيم لاس درلود او د بريد مستقيم بريدګر په دغه بريد کې وژل شوي وو.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني د خپل حکومت په لومړيو کې پاکستان ته سفر وکړ او پاکستاني چارواکو ته يې ډاډ ورکړ، چې دوی د ګډ دښمنانو ښکاري او په ګډه به يې مقابله کوي.

باوري سرچينې وايي، چې اشرف پاکستان ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او هوډ يې کړی، چې د افغانستان خاوره به هيڅکله د پاکستان پر ضد ونه کارول شي.

د پېښو څارونکي وايي، پاکستان هڅه کوي، چې اشرف غني پر هغو ژمنو ټينګ کړي، چې پاکستان سره يې کړي دي او په دې اړه د پاکستان د ملکي چارواکو په ګډون د پوځ مشر جنرال راحيل شريف او د ای ايس ای مشر جنرال رضوان اختر هم کابل ته ګڼ سفرونه وکړل.

د پنځو شکمنو کسانو د نيولو اعلان په داسې وخت کې شوی، چې وړمه ورځ د پاکستان د ای ايس ای مشر جنرال رضوان اختر کابل ته په بېړني سفر تللی و.

د يادونې وړ ده، چې د تېر ډيسمبر ۱۶مه نېټه پاکستاني طالبانو د پېښور پر پوځي ښوونځي ډله ييز بريد کړی و، چې شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکي يې ووژل او له دوو سوو زيات يې ټپيان کړي وو.

پاکستاني طالبانو د نوموړي بريد د مسؤوليت د منلو پر مهال ويلي و، چې دا بريد يې شمالي وزيرستان او خيبر ايجنسۍ کې د پاکستاني پوځيانو د ظلمونو په ځواب کې کړی دی.

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله د تېر ډيسمبر په پای کې په يو ويډيويي پيغام کې ويلي و، که پاکستان د دوی وسله وال وژني، دوی به هم په ځواب کې پاکستاني جنګيالي او حکومتي مسؤولين وژني او که حکومت د دوی ښځې، ماشومان او بې دفاع پلويان وژني، نو دوی به د پېښور د پوځي ښوونځي په څېر پر نورو ښوونځويو او پوځي تاسيساتو هم بريدونه او چاودنې کوي «ځکه چې هر عمل عکس العمل لري».

د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د نورو پاکستاني ښوونځيو په ګډون د پېښور پوځي ښوونځی يو ځل بيا په داسې حال کې پرانستل شو، چې د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د ښوونځي زده کوونکو ته هر کلی وايه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د