د تقلید حقیقت

محمد باسط امرخیل

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ
النسا ، ایه ـ ۵۹
ژباړه : ای هغو کسان چی ایمان مو راوړي اطاعت وکړي دالله [ج] د هغه د رسول او د امر د خاوندانو .
دا چی الله ج مونږ د عبادت لپاره پیدا کړي یو ، نو مونږ باید د الله جل جلاله عبادت وکړو او د هغه د رسول محمد [صلی الله علیه وسلم] اطاعت وکړو، او همداسي قران او حدیث زده او عمل پری وکړو.

دا چی مونږ له قران او احادیثو څخه احکام راباسو نو تعارضونه او ټکرونه حتمآ مخ ته راځې.

نو په داسي حالت کي مونږ دوه لاري لرو.

۱: لمړی داچی مونږ به په خپل فکر او بصیرت باندي فیصله وکړو، چي کوم لوری غوره ده په هغه لوري باندي پریکړه وکړو.

۲: دوهم دا چی وګورو زمونږ پخوانیو علماوو داسي ټکر ځایونو څخه کوم مطلب اخیستئ دي .

چی زمونږ پخواني علماء خامخا تر مونږ زیات پوهیدل ، او همدارنګه د پیچیلو ځایونو په مطلب تر مونږ ښه پوهیدل او داسي نظر یي ځیني اخیستلاي شواي چی غالبآ حق به وي،
همدارنګه کوم علماء چي د لمړیو پیړیو علماء وه د هغوي بصیرت په قران او حدیثو کی زیات وء .

نو که په حقیفت باندي پریکړه وشي د عدل او انصاف څخه کار وخیستل شي نو دا خبره یقیني ده چی په پورته دوه لارو کي لمړۍ لاره سخته او خطرناکه او دوهمه لاره د احتیاط لاره ده .

بله خبره دا هم ده چې مونږ نه داچی د تواضع او عاجزۍ له امله دا خبره کوو بلکي یقیني خبره ده څوک بیخي ځینی منکر کیداي نشي چی مونږ ، په علم ، پوهه ، دیانت ، تقوا ، فهم ، ذکاوت ،دین او پرهیزګارۍ کي د پخوانیو علماوو په پرتله چي په لمړيو پیړیو کي تیر شوي دي ، بیخي خالي لاس یو بلکی په اعتبار سره دهغوي په پرتله هیڅ په لاس کي نلرو ، ان تردي چې زمونږ او هغو تر مینځ بیخي تناسب نشی کیداي ،
دپورته خبرو په نظر کي نیولو سره چی سختي او پیچلیي دي او یا هم پخپل مینځ کي تعارض سره ولري .

ددي پر ځاي چي په خپل فهم او نظريه باندي اعتماد وکړۍ د پخوانيو مخورو علماو په لاره لاړ سي او د خپلي نظریی په ځاي باندي د هغوي لاره تعقیب کړۍ همدي ته تقلید وايی .

او مونږ ویلاي شو چی فلانی کس د فلاني عالم تقلید وکړ همدا د تقلید حقیقت دئ .

avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Hameed
میلمه
Hameed

دهغه یوه جمله اصلاح کړی (نو مونږ باید د الله ج او د هغه رسول محمد [ص] اطاعت او عبادت وکړو،) عبادت یوازی دالله کیږی او دنبی کریم(ص) تنها اطاعت دی چی دالله او نورو بنده ګانو په مینځ کی واسطه دی ترڅو د الله دعبادت او نورو اوامرو او احکامو شیوه او طریقه دده تر نورو بنده ګانو ورسوی او ورته بیان او تبین یی کړی او هغوی یی باید اطاعت وکړی الله پاک په قرآن کی فرمایی ولقد بعثنا في كل أمة رسولا أن اعبدوا الله واجتنبوا الطاغوت (سوره نحل آیت 36) د رسول (ص) عبادت شرک ده… نور لوستل »

abdullah khan
میلمه

مننه

زاهدالله محمدی
میلمه
زاهدالله محمدی

تقلید د بل چا خبره منل دی پرته د ثبوت څخه چی دا کار په اسلام کی جايز ندی، مونږ په اتباع باندی مکلف شوی یو نه په تقلید باندی لکه پورته ایات کی الله حله جلاله د اتباع امر کړی دی نه د تقلید. او اتباع دی ته وایی چی د یو چا خبره په ثبوت سره ومنی، نو اوس مونږ ته پکار دی چی د هر هغه چا خبره ومنو چی د قران او صحیح حدیث سره برابره وی او هغه خبره چی د قران او د حديث څخه خلاف وی هغه پریږدو اګر که دا خبره د… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

زاهد الله محمدي صیب تاسو چې کله هم خدانخواسته ناجوړه شی او ډاکټر ته مراجهه وکړی او ډاکټر درته درمل وفرمایي ایا د هغه د تشخیص یا درمل ثبوت ترې غواړی؟ که مو فرضا ترې د ثبوت غوښتنه وکړه او هغه درته په خبرو یا اسنادو ستا تشخیص یا درمل ثابت کړ ایا تاسو به د ډاکټر په ژبه او هغو اسنادو وپوّیدای شی لکه څنګه چې هغه پرې پوهیژي یا غواړي تاسو وپوهوي؟ تاسو هغه وخت د ډاکټر په ژبه او ثبوت پوهیدای شی چې د هغه په شان 7 کاله د طب فاکولته ووایی او ډاکټر جوړ شی… نور لوستل »