افغانستان

دحامدکرزی ورور احمد ولی کرزی مخامخ برید کی ووژل شو

ahmded_wali(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۲) کندهار: ځو شیبي مخکي خبرراورسیدي چي دحامد کرزي ورور احمد ولي کرزي په مخامخ ډزو کي ووژل شو

راپورکي راغلي چي نوموړي دخپل یوه کس ساتونکي له لوري په خپل کور کي په ډزو سره ووژل شو

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبر پانې په خبرولو سره دا خبر تایید کړی دی.
ویل کیږي، احمد ولي کرزي چې د کندهار ولایت د ولایتي شورا د رییس په توګه دنده ترسره کوله د ده د یو ساتونکي له خوا چې د عارض په توګه ودانۍ ته ورغلی و، ووژل شو.

د چارواکو په وینا دغه وسله وال کس سردار محمد نومېده.

د کندهار د ولایتی شورا یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل، چې احمد ولي کرزي روغتون ته په لار ساه ورکړه

د کندهار د پولیسو په وینا دغه کس ووژل شو.

بخت الرحمن بخت ،،،،،،،،،،،،،،،،،، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x