د چارلي ایبډو مکرره ګستاخي

سید سعید

فرانسوۍ اسلام دښمني مجلې (چارلي ایبدو ) یو ځل بیا دمسلمان امت معنویات ژوبل کړل ،چارلي نن دجنوري په ۱۴ مه پر خپل لومړي مخ دبشریت دلارښود،دکونینو دسردار اورحمة للعلمین ( صلی الله علیه وسلم ) کارټون چاپ کړی دی،دچارلي سره دمسلمان ملت دسپکاوي په دې کمپاین کي نوري غربي رسنۍ هم ملګري دي .

چارلي اسلام دښمني مجلې تر دې مخکي په دوه زره شپږ م او دوه زره یوولسم میلادي کال کي هم درحمة للعلمین (صلی الله علیه وسلم) کارکاتورونه خپاره کړي وو، دچارلي دګستاخیو په غبرګون کي تېره اونۍ درو تنو مسلمانو شازلمیانواسلام سره دوفادارۍ او دخوږ نبي (صلی الله علیه وسلم ) سره درښتیني میني ثبوت وړاندي کړ،سر تیرو مجاهدینو دچارلي پر دفتر برید وکړ دمجلې دایډیټر ، پنځو کارتونستانواو نورو کارکونکو په ګډون یې دولس تنه اسلام دښمنه عناصر ددوزخ کندي ته ورټېل وهل اوخپله هم ددیموکراسۍ دعسکروسره په نښتوکي دشهادت عالي مقام ته ورسیدل .

پر چارلي برید دکفري نړۍ سربیره داسلامي نړۍ ځینو واکمنانو هم وغانده په ډیر تاسف سره چي دافغانستان غوندي غیرتي هیوادبلواک واکمن (اشرف غني ) هم دچارلي داسلام دښمنه کار کونکو وژنه نه یوازي وغندله بلکي تر نورو لا وړاندي ولاړاو دغه برید یې وحشي عمل وباله .

پر چارلي برید په نړیواله کچه وغندل شو، دچارلي دوژل شوو کار کونکو دجنازې په مراسمو کي دنړۍ په لسهاوو مشرانو ګډون وکړ، دوی دترهګرۍ !! سره دمشترکي جګړې ټټر وواهه ، مسلمانان یې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه په نه زغم او افراطیت تورن کړل او دبیان ازادۍ سره یې خپل عهد تازه کړ، دچارلي دپاته شونو په ګډون نورواسلام دښمنه رسنیو هم وویل چي دغه ډول بریدونه به یې ونه ډاروي او دبیان ازادۍ!! ته به نور هم کش ورکړي .

دلویدیځي نړۍ بشري حقونه او دبیان ازادي دغرب ځپلو او یو شمېر ساده ګانو پرته نور ټول وګړي یوه درواغجنه دعوه ګڼي ، ځکه په تکرار سره ثابته شوه چي غرب نه یوازي داچي بشري حقونو او دبیان ازادۍ ته احترام نه لري، بلکي تر ټولوستر ناقضین یې همدوی دي، ددوی دبیان ازادي اوبشري حقونه نړیوالوپه افغانستان ، عراق، فلسطین، مصر، صومالیا،یمن، ختیځ تیموراو….. کي ولیدل، ان چي لاریون کونکي یې په ډله ییزه توګه بندیان ، شکنجه او له تیغه تېر کړل .

دچارلي په کور فرانسه کي چي دادیانو دتعادل او مذهبي زغم نارې وهي دمسلمانو میرمنو پرحجاب بندیزونه ولګیدل، او په پرله پسې ډول داسلام اومسلمانانو دبدنامولو اوسپکولوهڅي کوي، دتعجب اوشرم وړ خوداده چي دچارلي په ویر کي نتنیاهوهم دبیان ازادۍ چیغي وهلې، هو هغه بنیامن نتنیاهو چي غزه کي یې دبیان ازادۍ شوبلي اوټانګونه مسجدونه ورانوي، ښځو او ماشومانو باندي میچني چلوي او په اقصی جومات کي دخدای جل جلاله دبنده ګانو سجده نه شي زغملای .

دبیان ازادۍ مدعیان که رښتیاپه خپلو دعواوو کي رښتوني وي نو چارلي دي په راتلونکې ګڼه کي دهلوکاسټ (دیهودانوټول وژني )کارټون او یا لږ ترلږه په همدې اړه یو مضمون خپور کړي.

غربیانود سلمان رشدي شیطاني – چي دشیطاني ایتونو کتاب یې ولیکه – دبیان ازادي وبلله ، دسر لقب یې ورکړاو برتانیه کي داعزازي هستوګني مرفه او فوق العاده اسباب ورته برابر کړل، په ډنمارک، ناروې،هالنډ، امریکااو فرانسه کي چي دقران کریم او نبي کریم صلی الله علیه وسلم توهینونکي هڅي وشوې دبیان ازادي وګڼل شوه ، خو هغه مسلمانان چي په اسلام کي دپوره داخلیدو اعلان او دعوت کوي ترهګر نوموي .

مسلمانانو ته اوس تر بل هر وخت ډیر پکار ده چي دفکري جګړې دفاعي اوتهاجمي اوزار او اسباب برابر کړي، ځکه دښمن دنظامي جنګ ترڅنګ په مختلفو شکلونوپر فکري جګړې ترکیز کوي،مسلمان علماء، داعیان اومبلغین باید په شفاهي اوکتابي بڼه دانحضرت (صلی الله علیه وسلم ) ددعوت او جهاد،سولې او جګړې، انفرادي اوټولنیز ژوندانه ټول اړخونه په معاصر اسلوب را وسپړي، او همدا راز دغرب دغولونکو ارزښتونو(ډیموکراسۍ، بشري حقونو اوبیان ازادۍ) څخه پرده پورته کړي .

دماشومانو جنګونه به مو لیدلي وي ، معمولاکمزوري کوچنیان چي په فزیکي برخورد کي څه نه شي کولای نوکله چي کوم دامن ځای پیداکړي مقابل طرف ته سپکي سپوري پیل کړي، په غربیانو اوس دکمزورو ماشومانوکانه شوې ده ، دوی چي داستشراق په مکتب کي دډیرو زیاتومصارفواو هڅو سره سره ونه توانیدل خپلو اهدافو ته ورسیږي نو دکمزورو ماشومانو رول یې پیل کړ.

داسلام په خلاف دلویدیځ له پرله پسې اوګڼوګستاخیو څخه دانتیجه په لاس راځي چي غرب له شرق سره دمنطق ،مناقشې اومناظرې توان له لاسه ورکړي ،نوځکه اوس په ښکنځلواو کارټونونو خپل زړونه تسلي کوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د