د امت لويان

د فرنسوي توهینوونکي فلم پر خلاف د سلطان عبدالحمید الثاني غبرګون

د عثماني خلیفه سلطان عبدالحمید الثاني په زمانه کې یوه فرنسوي فلم لیکوال یو داسي فلم ولیکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته توهین په کې شوی و دا فلم په تیاریدو وو او په فرانسه او ټوله اروپا کې یې د خپريدلو پروګرام ترتیب شوی و، سلطان عبدالحمید الثاني رحمه الله په دې خبره سخت وپاریدی او خپل لښکر ته یې د تیارسئ امر وکړ، خپلو نږدې کسانو ته یې هم امر وکړ چې د جګړې ځانګړی لباس واغوندئ او سلطان پخپله هم د جګړې جامې واغوستلې .

سلطان عبدالحمید د فرانسې سفیر وروغوښت، دا مهال عثماني خلافت خورا کمزوری و او اروپایانو د ” نه رغیدونکي مریض ” لقب ورکړی و فرنسوي سفیر هم ګومان وکړ چې خليفه به د فلم پرخلاف د فرانسي حکومت ته ( د غندنې لیک) وروسپاري، په توهين کوونکي فلم به یو څه بحث او بیا نظر وشي خو بلاخر به نندارې ته وړاندې کیږي، خو کله چې فرنسوي سفیر د سلطان قصر ته ورغی له عجیبه حالت سره مخامخ شو.

فرنسوي سفیر د سلطان حاشیه او مقربین ولیدل چې د جګړې مخصوص لباس یې اغوستی و او کله یې چې سلطان هم د جګړې په لباس کې ولید نو له حیرانتیا یې خوله وازه پاته شوه، سلطان سفیر ته وویل که فلم ونه دریږي موږ جګړې ته تیار یو، سفیر سمدستي خپل حکومت ته ولیکل چې عثماني خلافت جګړې ته تیار ده، فرنسوي حکومت ته چې د سفیر لیک ورسیده سمدستي یې فلم بند کړ.

هغه کمزوري خلافت په نره د خپل مسلمان ملت د ګروهو او معتقداتو دفاع او ساتنه کولی شوی خو نن د اسلامي نړۍ لسهاوو هیوادونه د خپل پیغمبر صلی الله عليه وسلم د دفاع له پاره له خولو سپڼ نه شي ايستلی، دفاع خو پریږده ځیني تش په نوم د اسلامي هیوادونو مشرانو په فرنسوي ورځپاڼې charlie hebdo د برید په خلاف لاریون کې هم برخه واخیستله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x