«پولیس هم د مخدره توکو قاچاقبران دي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال وايي چې د مخدره موادو د په قاچاق کې ملي پولیس هم پوره ونډه لري.

بازمحمد احمدي په کابل کې د نشه يي توکو د قاچاقبرانو په اړه د کلني راپورو په اوږدو کې وویل چې په تېر کال کې يې پنځه سوه اتلس تنه د قاچاق وړونکو په تور نيولي دي.

احمدي وايي چې په دې کسانو کې څلورویشت تنه حکومتي چارواکي هم دي، چې اتلس تنه يې ملي پولیس دي.

نوموړي وویل چې په نیول شویو قاچاقبرانو کې ښځې هم شته او هم يې درې تنه بهرني پر دې تور نیولي دي.

له بله اړخه ځينې شنونکي وايي چې دولت په پورته اندازه نه؛ بلکې تر دې هم زیات د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل دی.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې بهرنیانو هم د نشه يي توکو په ورکولو کې د زړه له اخلاصه کار نه دی کړی.

یاده دې وي یواځې په پلازمېنه کابل کې سلګونه تنه په نشه يی توکو روږدي کسان ژوند کوي، چې ډېری وخت نشه يي توکي ورته د پولیسو له خوا ور رسول کېږي.

په کابل کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو لوی مېشت ځایونه د کابل سیند غاړي او په پنځمه حوزه کې د برچي تر پله لاندې سلګونه تنه یوځای اوسېږي، چې دولتي مسوولینو يې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د