افغانستان

په پکتيکا کې د علماوو د شورا پخوانى مشر ووژل شو

paktika_province(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۱) ناپېژانده وسلوالو د پکتيکا په اومنه ولسوالۍ كې د علماوو د شورا پخوانى مشر وواژه.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان خبريال ته وويل، چې د علماوو د شورا پخوانى مشر ملا ميرزاخان پرون هغه مهال ووژل شو، چې جومات ته په لاره و.
هغه زياته كړه، چې ملا ميرزاخان يو ديني عالم، قومي مشر او مخور سړى و او په دولت کې يي کومه ځانګړې دنده نه درلوده.
د پکتيکا والي محب الله صميم د ملا ميرزا خان وژنه په کلکو ټکو غندلې، د ديني عالمانو او قومي مشرانو وژنه يې د هېواد او سولې د دښمنانو کار بللى دى.
د يوه بل خبر له مخې، د دغه ولايت په ګيان ولسوالۍ كې دوه تنكي ځوانان د ناپېژانده كسانو له خوا وژل شوي دي.
د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان وايي، چې ياد دواړه ځوانان د ګيان ولسوالۍ د صوفي شريف زامن وو، چي وړمه شپه وژل شوي دي.
د افغان په خبره، يادو ځوانانو له دولت سره هېڅ کومه اړيکه نه درلوده او کېداي شي، چې وسلوالو طالبانو وژلي وي، خو وسلوالو طالبانو او يا هم کومې بلې ډلې رسنيو ته تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x