افغانستان

سلګونو خلکو د تخار د فرخار د امنیه قوماندان پر ضد لاریون وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): د تخار ولایت سلګونو اوسېدونکو نن په تالقان ښار کې د فرخار ولسوالۍ د امنیه قوماندان پر ضد لاریون وکړ او له دندې د نوموړي قوماندان د لیرې کولو غوښتنه یې وکړه.

لاریون کوونکو، چې شمېر یې سلګونو ته رسېده ویل، چې د فرخار ولسوالۍ د ناامنیو لامل او مسؤل خپله امنیه قوماندان دی.

د دوی په خبره قوماندان عبدالعالي خپلسري وسله وال لري، د غلو، اختطافګرو او ظالمانو مشرې د همدغه قوماندان له خوا کېږي.

د فرخار ولسوالۍ د چشمه ګرمک د سيمې اوسېدونکي محمد، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالعالي، د خپلسرو وسله والو ډلو په درلودلو سره، خپله د دغې ولسوالۍ د ناامنه کولو لامل شوی دى.

هغه وايي: «د ورځو په تېرېدو سره د فرخار امنيتي حالات خرابېږي؛ وژنې، تښتونې، غلا او ناامنۍ د ورځو په تېرېدو سره ډېرېږي، خپله قوماندان عالي وسله والې ډلې لري چې دغه ډول کارونه کوي، په رڼا ورځ وژنې کېږي، خو په تړاو يې څوک نه نيول کېږي.»

هغه زياته کړه، څه موده مخکې د دغه قوماندان وسله وال په يوې نجلۍ جنسي تېری کړی او عامل هم نه دی نيول شوی.

د فرخار بازار اوسېدونکی نقيب الله سرچینې ته ویلي، که قوماندان عالي له دندې ګوښه نه شي، کېدای شي د دغې ولسوالۍ ډېر شمېر اوسېدونکي د دولت پر ضد پاڅون وکړي.
د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې دغه قوماندان لس کاله کېږي چې دې ولسوالۍ کې قوماندان دی، خپله هم قوماندان دی، هم قاضي دی، هم ولسوال دی او هم څارنوال. ټولې فيصلې خپله کوي.

دوی وايي،  د دغه قوماندان ملاتړ د خپل ورور حاجي اغا داوود له لوري چې د امنيه قوماندان د امنيت امر دی، کېږي.

په همدې مهال بيا د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، اوس مهال دغه موضوع د دغه ولايت د سیمه ييزو حکومتي چارواکو تر څېړنې لاندې دی.

سمونيار عبدالخليل اسير وويل، چې د دغه ولايت امنيتي او حکومتي چارواکو هوډ وکړ، چې قوماندان عالي له فرخار ولسوالۍ څخه کومې بلې ولسوالۍ ته تبديل او په ځای يې کوم مناسب قوماندان ولېږي.

خو قوماندان عبدالعالي د لاریون کوونکو په ځواب کې وویل: «زه قانوني قوماندان يم، دولت ګومارلی يم، دولت بايد جرم را باندې ثابت کړي، بيا مې مجازات يا تبديل کړي؛ که جرم را باندې ثابت نه شي، نه مې دولت او نه مې هم خلک تبديلولی شي»

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د زابل په مرکز قلات ښار کې هم سلګونو خلکو د دغه ولایت د امنیه قوماندان غلام سخي روغ لیوني او امنیتي چارواکو د ناسم چلند په خلاف لاریون وکړ، او ګواښ يې کاوو، چې ترڅو پورې امنیه قوماندان له دندې لیرې شوی نه وي، دوی به خپلو اعتراضونو ته ادامه ورکوي.

د زابل د خلکو د دغو غوښتنو په اړه د زابل ولایتي شورا وکیلانو هم همغږي وغوښته او د ولایتي شورا دروازه یې تر هغو پورې وتړله، ترڅو یې امنیه قوماندان تبدیل کړی او پر ځای یې بل مناسب کس ټاکل شوی نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x