fbpx

طالبان: نړیوال باید د داسې عمل مخه ونیسي چې ملتونه انتقام ته اړ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۳): طالبانو د فرانسوۍ مجلې چارلی ابدو له لوري د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه ګستاخانه عمل په کلکه غندلی او په نړۍ يې غږ کړی چې د داسې کړنو مخنیوی وکړي.

د طالبانو له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ویاړه ډک معرفت او د انسانیت د ناجي په توګه حیثیت او وجاهت ته هیڅ زیان نه شي اړولی، خونړیوال به د داسې پېښو مخه ونیسي چې نړۍ لا هم د نفرتونو کندې ته ور ټېل وهي.

په اعلامیه کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یواځې د مسلمانو رهبر نه، بلکې د درست انسانیت رهنما، د بشري تمدن بسنټ اېښوودونکی او د جهالت او روښانتیا تر منځ کرښه ایستونکی دی «چې په وړاندې یې ادنی ګستاخي هم نه یوازې د هغه مکرم ذات په وړاندې احسان فراموشي ده بلکې درست انسانیت او مدنیت ته په سپکه کتل دي، چې د دغسې شنیعو او پریوتو اعمالو په ضد باید ټول د انسانیت باورمند په کلکه ودریږي.»

طالبانو په نړیوالو غږ کړی چې د هر هغه عمل باید مخه ونیول شي چې ملتونه يې دانتقام اخیستلو ته اړ کېږي او مقدساتو ته يې سپکاوی کېږي.

په اعلامیه کې راغلي: «په دې اړه ټول اسلامي او غير اسلامي هيوادونه او اولسونه مسئولیت لري چې دبشر په حيث، هر هغه عمل باید وغندي او په جدیت سره يي مخه ونيسي چې په کې ادیانو او مقدساتوته سپکاوی کيږي، خلک توهينيږي، او ملتونه د انتقام اخيستلو ته اړ کوي.»

یاده دې دې مجلې وړاندې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین کړی و او هغه مبارک ته منسوب يې له ګستاخۍ ډک کارټونونه خپاره کړي و، چې څو ورځې وړاندې د مرغومي په اوولسمه يې پر دفتر برید وشو.

دغه برید چې دوو وروڼو ترسره کړ، پکې د کارټونستانو په ګډون د مجلې د دفتر دوولس تنه کارکوونکي ووژل شول.

له یاد بریدو وروسته تېره ورځ د دې مجلې دفتر وویل چې دوی بیا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهینوونکي کارتونونه خپروي.

د چارلي ابدو حقوقي سلاکار رچرډ مالکا رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د سپکوونکو کارټونونو د خپرولو «قانوني حق» لري.

د مالکا په وينا مخکې به دوی شپيته زره ګڼې خپرولې او له يادې پېښې وروسته د دوی لوستونکي او مينه وال بې کچې زيات شوي او دا ځل يې دېرش لکه ګڼې چاپ کړي دي.

د مجلې په منځ کې د بشريت د لارښود د سپکوونکو کارټونونو سربېره ډېر نور داسې کارټونونه خپاره شوي، چې مسلمانان يې د بشريت او نړۍ دښمنان ښودلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د