
جوزجان کې یوه پولیس پر۶ کلن ماشوم جنسي تیری کړی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): د جوزجان امنیتي چارواکي د هغه پولیس د نیولو خبر ورکوي، چې تېره ورځ يې پر یوه شپږ کلن ماشوم جنسي تیری کړی و.
د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني د پېښې په اړه وویل ، چې د سه شنبې د ورځې په ماښام په دغه ولایت کې یوه ۱۷ کلن پولیس پر یوه شپږ کلن ماشوم جنسي تېری کړی و، چې کورنۍ خپلوۍ یې هم ورسره لرله.
د امنیه قوماندان په خبره دغه پولیس تېره ورځ د دوی له لورې نیول شوی او په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دا ډول بوږنونکې پېښې د جنوب او لویدیځ سربېره ډېری په شمال کې هم را منځ ته کېږي.
په روانه میاشت کې د شمال د پولیسو په لیکو کې د خپل ډول دوهمه پېښه ده، څه موده وړاندې په پروان کې شپږو محلي پولیسو یا اربکیانو پر یوې پيغلې جنسي تېری کړی و.
د پروانۍ مظلومې پيغلې قضیه وروسته کابل پورې هم ورسیده، پلار او د کورنۍ غړیو یې ولسي جرګې او نورو اړوندو بنسټونو ته د پولیسو د دغه ظلم په اړه شکایت وکړ، خو داسې بریښي، چې تر اوسه پورې چا غوږ نه دی ګرولی.