افغانستان له متحده عرب اماراتو سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني متحده عرب امارتو ته د سفر په جریان کې له دې هېواد سره اوږد مهالې همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی، چې د دې تړون له مخې به دواړه هېوادونه د یو بل همکارۍ ته ژمن وي.

له ارګه خپره شوې خبر پاڼه وايي چې د همکارۍ دغه اوږدمهالی تړون د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار  او له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیکوونکي حنیف اتمر او د متحده عرب اماراتو د دولت وزیر انور محمد قرقاش ترمنځ لاسلیک شو.

اشرف غني پخپل دوه ورځني سفر کې د متحده عرب اماراتو له صدراعظم شیخ محمد بن راشد ال مکتوم سره هم لیدلي دي او هغوی ورته په افغانستان کې د خپلې پانګې اچونې ډاډ ورکړی دی.

متحده عرب اماراتو اشرف غني ته د سولې په پروسه کې هم له خپل لوري ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې دوی د سولې د پروسې ملاتړ کوي او په خبره يې د لازمو شرایطو د رامنځته کولو لپاره به هم هڅې وکړي.

اشرف غني د خپل حکومت په لومړیو کې هم لومړی ځل هم عربستان د عمرې په پلمه سفر کړی و، چې له عربي چارواکو يې هم د سولې په پروسه مرسته غوښتې وه.

یاده دې وي د عرب متحده اماراتو چارواکو له اشرف غني دا هم غوښتي چې له دوی سره دې په هغه کنفرانس کې ګډون وکړي چې نږدې راتلونکې کې به د اتیا هېوادونو لپاره د حکومتدارۍ په اړه په دې هېواد کې جوړ شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د