پکتيکا کې د ځانګړې محکمې د پرېکړې په ملاتړ غونډه وشوه
(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/ ۰۷/۱۱) د پکتيکا ګڼ شمېر قومي مشرانو او ځوانانو په يوه غونډه کې د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د ځانګړې محکمې له پرېکړې ملاتړ وکړ.
د پکتيکا د مركز ښرنې د قومونو په استازيتوب عبدالصمد شهيدپلار غونډې ته وويل، چې د ټاکنو ځانګړي کمېسيون د پكتيكا د ټاكنو اعلان شوې رښتونې پايلې باطلې وبللې او هغه وکيلان يې، چې د پکتيکا د ولسونو استازي وو، ناکام اعلان كړل.
شهيدپلار وويل، وروسته چې د ټاکنو د څېړلو او د حق معلومولو لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه، نو پرېکړه يې هم بايد عملي شي.
د نوموړي په خبره، که دا مسئله استيناف ته ولاړه شي، نو د ده په نظر د ځانګړې محکمې جوړېدل به بې ګټې و.
د کټواز د ولسوالۍ د قومونو په استازيتوب ملک ظاهر کټوازي يادې غونډې ته وويل، چې ملت د يوه ښه پارلمان د جوړېدو په هيله د خپله سر په بيه او له موجوده نا اراميو سره سره يې په ټاکنو کې برخه واخيسته. خو د هغه په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د خلکو ارمانونه په اوبو لاهو کړل او د هغوى رايو ته يې په درنه سترګه ونه کتل.
ملک ظاهر هم غوښتنه وکړه، چې د ځانګړې محکمې پرېکړې دې پلې شي.
پکتيکا په ولسي جرګه کې پنځه څوکۍ لري، چې څلوريې سړو او يوه يې ښځو ته ځانګړې شوې ده.
د ځانګړې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې، له دې ډلې د درېيو برياليو کانديدانو، چې دوه يې سړي او يوه يې ښځه ده، په پايلو كې بدلون راغلی دى
ابدالي محزون پکتیکا