ټکنالوژي

مایکروسافټ خپل تر ټولو ارزان بیه سمارټ فون معرفي کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): له دې وروسته به ضروري نه وي چې د سمارټ فون پیریدلو لپاره ډیر زیات پیسې ولګول شي ځکه چې مایکروسافټ خپل دوه ارزان بیه سمارټ فونه لومیا ۴۳۵ (Lumia 435) او لومیا ۵۳۲ (Lumia 532) بازار ته وړاندې کوي.

دغې کمپنۍ د بیو په اړه وویل:« د دغې سمارټ فونونو بیه به نظر هیواد او تاجرانو ته فرق کوي خو بیا هم زمونږ لخوا ټاکل شوي قیمتونه له مالیاتو څخه وړاندې د لومیا ۴۳۵ لپاره ۶۹ او لومیا ۵۳۲ لپاره ۷۹ یورو ټاکل شوی.

چې په دې ډول د دې سمارټ فونونو بيي د لومیا ۴۳۵ لپاره ۸۱ امریکايي ډالر او لومیا ۵۳۲ لپاره ۱۱۰ امریکايي ډالر بیه ایښودل شوی.

دغه دواړه سمارټ فونونه به د وینډوز ۸.۱ (Windows 8.1) په مرسته کارول کیږي. دغه موبایلونو که کورټانا (Cortana)، سکایپ (Skype) او اوټ لک (Outlook) هم د کمپنۍ لخوا ځای پر ځای شوی.

دغو موبایلونو کې ۳۰ ګیګابایټ ون ډرایف (One Drive) وړتیا هم ورکړل شوی چې کاروونکي خپل تصویرونو انټرنیټ ته اوچتولو لپاره ترې استفاده کولی شي له دې سربیره دغه سمارټ فونونو کې به دواړه یو سیمکارت او دوه سیمکارت قبلوونکي بڼې شاملې وي.

لومیا ۴۳۵ (Lumia 435) سمارټ فون ۱.۲ ګیګاهرتز ډوول کور پروسېسر (1.2GHz dual-core processor)، ۱ ګیګابایټ رېم، ۸ ګیګابایټ فایل ثبتولو وړتیا او ۲ میګاپکسله کامره لري.

دواړه سمارټ فونه به ۴ انچه ۸۰۰*۴۸۰ پکسل ډسپلې لري چې په شین، نارنجي او تور رنګونو کې به بازار ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x