افغانستان

«په دوو میاشتو کې به افغانستان له نویو پراخو بریدونو سره مخ شي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د اوبو او بريښان پخواني وزیر او پخوانی جهادي قومندان محمد اسماعیل خان وايي چې افغانستان به په راتلونکو دوو میاشتو کې له تازه پراخو جګړو سره مخ شي.

نوموړي وویل چې دغه بریدونه به جبهه يي شکل ولري او په خبره يې باید ورته اندېښمن واوسو.

محمد اسماعیل خان پرون په هرات کې د وژل شوي قومندان نورګل د تدفین په مراسمو کې وویل چې د ګډ حکومت لپاره راتلونکی وضعیت له خطره خالي نه دی او باید ورته متوجه واوسي.

قومندان نورګل تېره ورځ په هرات کې د نا پېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو چې د اسماعیل خان په خبره دې پېښې ته په کتو د هرات وضعیت تر پخوا لا ترینګلی شوی دی.

اسماعیل خان د راتلونکو پراخو جګړو اړوند جزییات ور نه کړل خو ويې ویل چې دا جګړه به د تېرو جګړو په پرتله ډېره خطرناکه وي.

هغه وویل چې د هېواد د ګواښونو یواځینی حل یووالی دی او په خبره باید یو بل سره وزغموو، هغه وویل چې دی دا خبرې د کومې تمې یا هم څوکۍ په خاطر نه کوي، خو په خبره يې د ګډ حکومت چارواکي باید دې ته پام وکړي او د بحرانونو په وړاندې سره یو شي.

نوموړي په داسې حال کې د هرات د وضعیت ترینګلی وباله، چې څو ورځې وړاندې د ګډ حکومت مشر هم دې ولایت د سفر په حال کې ورته اندېښنه څرګنده کړه او د حالاتو د سمون په پلمه يې ګڼ چارواکي له دندو ګوښه کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x