افغانستان

پکتیکا:د پوليسو او وسلوالو طالبانو تر منځ نښته کې څلور وسلوال طالبان او دوه پوليس ووژل شول.

afghan_police(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/ ۰۷/۱۱) پکتیکا: د اورګون ولسوالى امنيه قوماندان نظرمحمد امان وويل چې ياده پېښه د اورګون شرنې تر منځ په غځيدلي لار د شوى کمر په سيمه کې تېره ورځ ماښام مهال را منځ ته شوه.
نوموړي زياته کړه چې ملي پوليس پر ګزمه بوخت وو چې د وسلوالو طالبانو لخوا پرې وسلوال بريد وشو،
د نوموړي په وينا په بريد کې دوه پوليس ووژل شول او د هغوى دوه رينجر موټر هم ويجاړ شوي دي.

سرچينه زياتوي چې د پوليسو په ځوابي بريد کې څلور وسلوال طالبان هم وژل شويدي.
وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي
شوى کمر سيمه د اورګون شرنې ترمنځ په غځيدلي لاره پراته يوه سيمه ده چې وخت ناوخت پکې وسلوال طالبان پر افغان او ايتلافي ځواکونو وسلوال بريدونه کوي.

ابدالی محزون پکتیکا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x