نړۍ

شمالي وزیرستان: د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۵ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): نن سهار وختې د شمالي وزیرستان په شوال سېمه کې د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ۵ کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

=د پاکستان یوې انګلیسي ژبې ورځپاڼې خبر ورکړ، چې په دغه برید کې، چې ګومان کېږي، د بې پېلوټه الوتکې له خوا د وسله والو پر یوه مرکز ترسره شو، د نیم ساعت په موده کې پر یوه استوګنځي دوه مزایل وار شوي.

سرچینه د پاکستاني د امنیتي سرچینو له خولې، چې په برید کې ډېری مرګ ژوبله وسله والو ته اوښتې ده.

پر شمالي وزیرستان د امریکايي بې پېلوټه الوتکو د هوايي بریدونو تر څنګ د پاکستان د پوځ له لورې د ضرب عضب په نامه پيل شوي ځمکني عملیات له تېر کال راهیسې روان دي.

تر اوسه د وژل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی او دا هم جوته نه ده ، چې په برید کې څومره کسان ژوبل شوي دي.

په قبایلي سېمو کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو بریدونو لړۍ له کابو یوې لسیزې زیاته موده په بر کې نیولې او تر اوسه یې د بهرنیو او کورنیو جنګیالیو په شمول زرګونو بې ګناه او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x