د څرخي پله او نیمروز له زندانونو ۱۲۹ بندیان خوشي شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): چارواکي وايي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکې زوکړې په مناسبت د  ولسمشر اشرف غني د صادر شوي فرمان په اساس یې د څرخي پله او نیمروز له محبس نه ۱۲۹ بندیان خوشي کړي.

ټول خوشي شوي بندیان په جنایي جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله نیول شوي او د حبس موده یې هم لنډه وه.

د لویې څارنوالۍ د سلب آزادي د محلاتو رئیس څارنوال عزیز احمد سرباز د څرخي پله له زندانه د بندیانو د خوشي کولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د جمهور رئیس د عفوې او تخفیف فرمان نن پيل شو، چې په لومړي ګام کې يې ۱۰۱ بندیان خوشي شول.

نوموړي زیاته کړه، هغه بندیان چې په درنو جرمونو ککړ نه دي او دغه فرمان ته شاملیږي، په بل پړاو کې به خوشي شي.

د څرخي پله سرپرست جنرال عبدالواحد نورګلي د خوشي شویو کسانو په اړه وویل، چې په خوشي شویو بندیانو کې هغه کسان شامل دي، چې د مخدره توکو د قاچاق ، زنا، غلا ، ترافیکي پېښو او نورو جنايي جرمونو په تور نیول شوي ول او د حبس موده یې شپږ میاشتې یا له دې هم کمه پاتې وه.

د جنرال نورګلي په خبره په دغه فرمان کې سیاسي بندیان، د دولت مخالفین او نورو لویو جرمونو تورن کسان نه راځي.

خوشي شویو کسانو د خوشي کیدا پر مهال د څرخي پله په زندان کې د ناوړه وضعیت ، سخت چلند او خراب حالت څخه سر ټکاوه.

په ورته وخت کې د نیمروز له زندان څخه هم ۲۸ تنه بندیان چې په بیلابیلو وړو جرمونو تورن ول، خوشي شوي دي.

د نیمرزو د استیناف محکمې رئیس عطا الله فکري په دې اړه وایي، چې په خوشي شویو بندیانو کې ۸ ښځينه، دوه ماشومان او ۱۸ تنه نرینه شامل دي.

د کره شمېرو له مخې دا مهال د څرخي پله په زندان کې له ۸۷۰۰ زیات بندیان شتون لري، چې زیاتره یې دوسیو ته د محاکمو له لورې د نه لاسرسي له کبله د نا څرګند برخلیک سره په زندان کې شپې ورځې سبا کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د