ورزش

سریلانکا د نیوزیلینډ لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نن د نیوزیلیند او سریلانکا تر منځ د ۷ یو ورځنیو سیالیو دوهمه لوبه ترسره شوه. دغه لوبه کې سریلانکا د نیوزیلینډ لوبډلې ته په ۶ ویکټو ماتې ورکړه.

نننۍ لوبې پچه د نیوزیلینډ لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نیوزیلینډ خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې چې دغو منډو کې د میککلم ۱۱۷ منډې د یادولو وړ دي.

دغه لوبه کې د سریلانکا لپاره سینانایک او هیرات دوه دوه ویکټې واخیستې. نننۍ لوبه کې کمار سنګکارا د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي رن آوټ کړ.

سریلانکايي لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او سیالې لوبډلې ته يي ماتې ورکړه. له دې مخکې سریلانکا د نیوزلینډ په وړاندې سختې ماتې خوړلې وې.

دغه لوبه کې د سریلانکا لپاره دلشان ۱۱۶ او سنګکار ۳۸ منډې جوړې کړې. متیوز ۳۹ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

نیوزیلیڼد لپاره توپ اچونې په برخه کې هینري دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلید. نوموړي خپل ۹.۴ اورونو کې یوازې ۳۸ منډې ورکړې وې.

سریلانکا د دې لوبې له ګټلو سره د سیالیو دغه لړۍ ۱-۱ سره مساوي کړه خو هیره دې نه وي چې د سیالیو دغې لړۍ ۵ لوبې لا هم پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x