fbpx
Afghan -police- in chikpoint

طالبانو شپاړلس عسکر وژلي او څوارلس ورته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو په کندوز کې شپاړلس عسکر وژلي او په روزګان کې څوارلس عسکر ورته تسلیم شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو د خیبر عملیاتو په لړ کې د کندوز په خان اباد کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې يې شپاړلس عسکر وژل شوي او دوولس نور ټپیان شوي دي.

د مجاهد په قول په یادو عملیاتو کې ګڼ کلي د دوی تر واک لاندې شوي دي او دولتي عسکرو ماتې خوړلې ده.

ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبر پاڼه کې لیکي: «د عملياتو په لړ کې شګته لغماني، ميراو دولت کلی، حاجي قدوس، حاجي لاجبر، ملاعلي احمد، زرکمر لوی کلی او ارباب سخي کلي په بشپړه توګه فتحه شول.

په دې عملياتو کې ۱۶ تنو ګوډاګيو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۲ تنه نور يې مرګوني ټپيان شول.»

په ورته وخت کې طالبان د یوې بلې خبر پاڼې په خپرولو سره وايي چې د روزګان په چهارچینو کې څوارلس عسکر ورته تسلیم شوي دي.

قاري یوسف احمدي وايي چې د دوی د عوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو د روزګان په چهارچینو کې د بېلا بېلو سیمو څوارلسو پولیسو دندې پرېښودي او د دوی ملګري شول.

قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبر پاڼه کې د تسلیم شویو عسکرو لاندې نوملړ سپارلی دی: «توریالی  د شاغاسي  زوی د دوان دسیمي اوسیدونکی، عبدالله  جان او محمد ولي د عبدالصمد زامن د ګوهرګین اوسیدونکي، باچا د باران زوی د ککرک د کلي اوسیدونکی، صدیق الله د عبدالله جان زوی د کشي د کلي اوسیدونکی، حاجي نیک محمد د حاجي جیلاني زوی د دوان اوسیدونکی، عبدالروف د نیک محمد زوی د ککرک اوسیدونکی، عبدالرحمن د داد ګل زوی د ساخر د سیمي اوسیدونکی، نقیب الله او کلاخان د عبدالرحمن زامن د ساخر اوسیدونکي، صدیق الله د اسماعیل زوی د ساخر اوسیدونکی، نائب د محمدګل زوی د ګوهرګین اوسیدونکی او علي محمد د ګل محمد زوی د کندو د کلي اوسیدونکی.»

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د دوی دا بلنیزه لړۍ ورځ د بلې پراخېدو په حال کې ده.

دا په داسې حال کې دی چې د نوي میلادي کال سره له طالبانو سره د جګړې ټول مسوولیت دولتي داخلي عسکرو ته سپارل شوی دي، چې لوړپوړي مسوولین يې هم د دې وړ نه بولي چې دغه دروند مسوولیت به ترسره کړای شي.

یاده دې وي د کندوز او روزګان سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د