دين پېژندنه

محمد عثمان
کله چې انسان خپل ځان وپېژني، خوی، خواص يې ورمعلوم او بيا خپلې اړتياوې پوره ورته څرګندې شي نو د خپل څښتن په لور سفر او هڅه پيل کړي، د څېړنې په ترڅ کې د خپل مالک ډېر صفات ورته ښکاره او روښانه شي او بيا هغه پړاو ته ورسيږي چې ښه نو اوس خپل دغه مالک او څښتن ته په کومه لار ورشم، رو ګودر به څرنګه پيدا کړم او د لارې نښې نښانې به څوک راته وښيي ؟ بالکل د همدغو پوښتنو ځواب ته «دين» ويل کيږي . په بل عبارت «دين» د هغې لارې بشپړه نقشه ده چې دغه لاروی تر خپل مالکه رسولای شي .

په دې کې د زړه انګېرنې يعنې احساسات، جذبات، وېره، هيله، درناوی، اعتماد، بروسه او ګرد سره فزيکي چارې، ژوند او د ژوند ټول کړه وړه، غم ښادي، سوله او جګړه، خپلوي او پالنې، سياست، مدنيت، ګټه وټه، باچايي او حکومت ؛ مطلب هر څه او هر اړخ شامل دی . د همدغې کاملې نقشې نوم اسلامي دين او شريعت دی چې په تمامه معنا جامع، کامل او شامل قانون دی . دا هماغه نقشه او قانون دی چې لوی څښتن د همدغه نظام د سم چلېدلو، غوړېدلو او بريالي کېدو لپاره په يوازني ډول ټاکلی او خوښ کړی دی . يعنې خپله د همدې کائنانتو خالق او پالونکي وضع کړی او صرف همدغه قانون کې يې د نظام بشپړه کاميابي ايښې ده . له همدې امله انسان ته لازمه ده چې دا نقشه په کامله توګه وپېژني او د ژوند په هر ډګر کې يې د عملي کېدو هڅه هاند وکړي . بايد سړی په دې پوه شي چې دا دين لکه د نړۍ نورو اديانو او مذاهبو غوندې څو محدودو مراسمو نوم نه دی چې يا صرف د يکشنبې په ورځ چېرته کليسا کې ترسره شي يا د کوم اورتون خوا ته څو ټاکلي حرکات پکې اجراء شي . بلکې د اسلام دين له يوې داسې عقيدې نه عبارت دی چې د زړه مکمله صفايي پکې وشي يعنې د زړه په تل کې د الله تعالی توحيد خوندي شي، هغه سره مينه او اخلاق، هغه نه وېرېدل، له همده نه هيله کول او د همدې الله تعالی د مخلوق په وړاندې مناسب او سفا نيت درلودل، پر هغوی ځان غوره نه ګڼل، حسد نه کول او له هر ډول ځان ښودنې زړه صفا کول .

له بلې خوا په عملي ژوندانه کې د وړو غټو ګردو چارو لپاره په همدې قانون کې څه لار او طريقه کتل . تر دې چې ان ډوډۍ خوړل، ويده کېدل، خبرې کول، د کورني ژوند هر ډول چارې، ناسته، ملاسته، مجلس، ګپ شپ، غوسه، ناندرۍ، ټوکې ټکالې او تر اودس ماتي کولو پورې د دې هر څه لپاره په دې قانون کې لازمي لارښوونې په نظر کې نيول او د عملي کولو هڅه يې کول . همدارنګه حکومت، سياست، اقتصاد او ګرد ټولنيز رواجونه د همدغه دين له اصولو سره سم چلول . او همدا د اسلام دين بلل کيږي . دا هم يو حقيقت دی چې اسلامي دين کې هيڅکله تقسيم او تجزيه نه شي کېدای . په دې معنا چې نيم منل او څه نه منل هيڅ کار نه ورکوي، الله تعالی په خپل کلام کې وايي : (اَفَتُؤْمِنُوْنَ بِبَعْضِ الکِتابِ وتَکْفُرُوْنَ بِبَعْضٍ ط ) يعنې ايا د کتاب ځينې برخه منئ او ځينې نه منئ ؟

د داسې کار پايله خو ايله په دنيا کې شرمندګي او په آخرت کې سخته سزا کېدای شي او بس . لنډه دا چې د اسلام دين يو جامع او شامل نظام دی چې د ژوند هيڅ وړه او غټه معامله ترې بهر نه ده او بل دا چې د اسلام دين هيڅکله نيميږي نه او که څوک يې نيم کړي نو هغه دين نه شو او الله عزوجل يې بالکل نه قبلوي .