
د ګوانتانامو له زندانه پنځه يمني بنديان خوشې شول
نن ټکی اسيا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه، ۱۳۹۳ل) : د نړیوالو رسنيو د راپورنو له مخې،د ګوانتانامو له کرغېړن زندانه پنځه تنه يمني بنديان خوشې شوي دي.
د سرچینې په خبره،په خوشي شویو پنځو تنو کې څلور يې عمان او يو يې استونيا ته لېږل شوی . ويل کيږي چې دغه پنځه يمنيان له څه باندې لسو کلونو راهیسې په دغه زندان کې بنديان ؤ .
رسنيو ويلي چې د دغو بندیانو تر خلاصون وروسته په دې زندان کې «۱۱۲» نور بنديان هم پاتې دي . امريکايي چارواکو ويلي چې ياد پنځه تنه يمني بنديان د ګوانتانامو زندان کې نژدې دولس کاله بنديان وو، چې ان له تېرو پنځو کلو راهيسې يې د خوشې کېدو پر دوسيو کار روان وو ، خو بيا هم ايله اوس خوشې شول .
د دوی په وينا بالآخره امريکايي استخباراتي ، ديپلوماتيکو او پوځي مشرانو فيصله وکړه چې دغه بنديان دې خوشې شي . د امريکې ولسمشر بارک اوباما د «۲۰۰۹» کال د ټاکنيزو کمپاينونو په مهال ژمنه کړې وه چې دغه زندان به وتړي؛ خو تر اوسه پورې چې د واکمنۍ يې شپږ کاله پوره شول لا يې هم دغه کرغېړن زندان د تړلو په چاره کې پاته راغلی.