قطر، د طالبانو سیاسي دفتر ودانۍ

طالبانو د قطر پرځای دوبۍ کې د خپل دفتر د پرانستو ګنګوسې رد کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،مرغومي۲۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو له خپل لورې په دوبۍ کې د دوی د نوې دفتر د پرانستو اوازې رد کړي .

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې، چې دوه ساعته وړاندې رسنیو ته لېږل شوې،څرګنده کړې ده، چې دوی د قطر دفتر پر ځای دوبۍ کې دفتر نه دی خلاص کړی او په دې د ځينو کړیو له لورې خپاره شوي راپورونه ناسم دي.

طالبانو ویلي، چې که احیاناً د قطر پرته په کوم بل هېواد کې د دوی د سیاسي دفتر د پرانستلو خبره راپورته کېده، نو دوی به له خپل رسمي ادرسه له ټولو هېوادوالو سره شریکوي. « که کله هم په کوم ځای کې د اسلامي امارت لپاره نوی دفتر خلاصیده، یا کوم سیاسي تصمیم نیول کیده، هغه به په واضح ډول د اسلامي امارت له رسمي آدرس څخه اعلانيږي، »

طالبانو دا ډول ګنګوسې خپرول د مغرضو کړیو کار بللی دی او زیاته کړې يې ده،چې دوی په پټو حرکاتو او مرموزو اقداماتو باور نلري.

طالبانو د سیاسي هلوځلو په تړاو تل پر دې ټینګار کړی چې د بهرنیو اړخونو سره د دوی د تماس یوازینۍ مرجع د قطر دفتر دی.

د شنونکو په اند،  طالبانو د قطر دفتر په پرانیستلو کې افغان او پاکستاني حکومتونه په حاشیه کې اچولي وه او هیڅ رول یې نه و ورکړی، نو ځکه دواړه حکومتونه د یو داسې دفتر د پرانستلو په لټه کي دي، چې لږ تر لږه د دوی څه ناڅه رول پکې وي او بله دا چې افغانستان حکومت چې د قطر دفتر سره له پیله مخالف وو هڅه کوي دغه دفتر کم اغیزه کړي، کله په ترکیه کله په سعودي عربستان او کله هم په دوبۍ کې د متبادل دفتر د خلاصولو وړاندیزونه کوي.

پخوانی طالب ديپلومات او په پاکستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم د دوبۍ دفتر اوازې بې ځایه بولي او په دغه دفتر کې د نوموړي رول او برخه لرل هم ردوي.

نوموړي په دې اړه په یوه تازه تبصره کې ویلي : «َ طالبانود دفتر په اړه کیدای سي ډیرهیوادونه دمنځګړي توب وړاندیزونه وکړي، کیدای سي ددوبۍ غوندي نورهیوادونه هم طالبانو ته د دفتر د خلاصیدو وړاندیز وکړي، ځکه دا د هر هیواد په منافعوپوري اړه لري، خود طالبانو سياسي بنیادې دقطر له دفتره بل کوم دفتر زما له نظره نه سي کیدلای، ځکه چې دقطرهیواد د مشرانو ريښتنولي طالبانوته ثابته سوې ده، داچې بل هیواد دي طالبانوته دومره دقناعت اواطمینان عملي مرجع وګرځیږي دابه نور ډیروخت ونيسي، داهم ډیرامکان لري چې دطالبانو او قطر  دبې اعتمادې له پاره داسي هڅې هم سوې وي اوهم وسي، خو زه ډاډه یم چې طالبان به دې ټکي ته ضرور متوجه وي»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د