جنرال دوستم او جنرال بابه جان

يو ځل بيا د ګلم جم او بابه جان مليشې

ليکوال : سليمان متوزی

داسې ښکاري، چې د ګران هېواد وضعيت مو نور هم په خرابېدو دی .

 د اورېدو له قراره وايي چې هابله ورځ عبدالرشيد دوستم لومړی خپلو دوستانو ، ملګرو او کليوالو سره يو لړ سلا مشورې وکړې او بيا سمدستي کابل ته راغی او خبره يې تر ارګ ورسوله . ويل کيږي چې نوموړي يو ځل بيا په هماغه زړه طريقه (ګلم جم) مليشو په څېر يو لښکر جوړول غواړي څو د مجاهدینو مقابله وکړای شي او د ده په وينا وطن ترې خلاص کړي . داوخت دوی د شلو زرو شمېره په خوله کې اړوي را اړوي؛ نو ګورو به چې امريکايان د څومره کسانو تنخا او اعاشه ور ته منظوروي .

له بلې خوا دا اوازې هم شته چې عطا نور هم د دغسې يو لښکر شوق لري، چې دا به هماغه د جنرال بابه جان د ملېشې ځای ونيسي او هابله يې د ګلم جم .

د جنرال دوستم وړتيا خو ثابته ده ، پاتې شو معلم عطاء نو په حقيقت کې دی هم پوخ تجربه کار سړی دی . ځکه د طالبانو پر مهال ړومبی هم ډېر جنګېدلی او اوس هم پوره اشتها لري . بل دا چې په اړوند سیمه کې يې بديل هم نشته؛ نو معلومه شوه چې د جنرال بابه جان ځای به دی ډکوي . ګومان کيږي چې دا دواړه لښکرې به ډېرې ژر جوړې شي او د دريم يې هم امکان شته .

دا وخت له نښو نښانو داسې ښکاري چې که غريبان ځانو ته هوښيار هم وايي؛ خو څرنګه چې روسان هم د افغانانو چارو کې ډېره تجربه لري؛نو ځکه به يو څه له روسانو هم زده کوي . ستاسې به ياد وي چې کله روسانو له افغانستانه خپل پوځونه ووېستل؛نو بيا يې څو خپلسرې پياوړې مليشې جوړې او سر تر نوکه ښې اکمال کړې . دا مليشې ځکه خپلسرې او د هغه مهال واکمن نجيب الله په خبره نه وې، چې خرڅ خوراک يې ټول روسانو پرې کاوو . تر دې چې کله په وروستيو کې د ګلم جم او بابه جان د ملېشو فساد او شرارت بيخي له چوکاټه ووت نو هم نجيب ترې خپه شو او هم د وخت وزير دفاع شهنواز تڼی.

جنرال تڼی که څه هم وزير دفاع ؤ؛ خو د ګلم جم ، بابه جان او کياني پر ملېشو يې هيڅ خبره نه چلېده . اردو هم لکه د اوس په شان هسې په نوم وه ، ځکه ټول زور و ځواک له همدغو درې څلورو ملېشو سره وو . په دې کې جنرال تڼی بې حوصلې شو . کودتا يې وکړه خو د نجيب چاره يې ونه شوه کړای او ولاړ پېښور ته وتښېد . څه موده وروسته جنرال دوستم ياغي شو او مزار شريف يې له مرکزه بېل کړ . خو څرنګه چې په کابل کې يې هم ښه غټ لښکر دېره ؤ او له بابه جان ، کياني او د پنجشير احمد شاه مسعود سره يې هم خبره کړې وه؛ نو هماغه ؤ چې پر نجيب يې را باندې کړه ، نوموړي غوښتل له هېواده ووځي خو همدغو ملېشو يې لاره ونيوه او دی مجبور شو د ملګرو ملتو پر دفتر ننوت . او په دې ډول د خلق او پرچم واکمنۍ ته هم د پای ټکی کېښودل شو

 ددغو ترخو خاطرو له يادښته زموږ مقصد دا ؤ چې خپلو ګردو هېوادوالو ته ور په ياد کړو، چې هه زمانه کې د يادو ملېشو انجام څنګه شو ، هېواد ته يې څه ډول کارنامې درلودې او بيا ټول ملت له کومو نا خوالو سره مخ شو . له بده مرغه ډېرې ورځې لا نه دي وتلې او د هغه مهال ټول يا زياتره لوبغاړي لا ژوندي دي خو نه پوهېږو د نن واکمن ولې له پرونه عبرت نه اخلي او ولې پر هماغه خطرناکه لار يو ځل بيا ورځي ؟ دا نن چې د امريکې پر لېټۍ ور غونډ دي. دوی ټولو پرون د روسانو پر تالي خوړلي او بيا يې په سر سترګو ليدلي، چې ها بهرني دوستان يې څنګه شول او دوی خپله کوم برخليک سره مخ شول او ملېشو يې څه نتيجه ورکړه ؟ همدوی پر خپل ملت بمبارۍ کولې او چاڼيز عمليات يې ترسره کول؛ څو د دوی په وينا سوسياليستۍ ټولنه جوړه او د امريکې امپرياليست انډيوالان له منځه يوسي.

خو نن بيا هم دوی دي چې خپل ملت په دې ګناه وژني چې ولې د امريکې باداري نه مني . يقيناً همدغو جنابانو په خپله وليدل چې بهرنيو پورې ځان تړل او د خپل ولس له ملي ارمانو سره ټکر او دښمني بالآخره په کوم سر تماميږي او دا چې د همدغو ګردو منډو ترړو په پای کې به اخر بهرنيو پورې تړلې ډلې ټپلې ميدان ګټي او که همدغه بې وزله او مظلوم ملت ! دوی بايد لږ تر لږه خپل معاصر تاريخ وګوري، چې د انګرېزانو له دريو پخوانيو يرغلونو وروسته دا هېواد چاته پاتې شو ، له روسانو او د هغوی له نوکرانو او کمونيستي ارمانونو وروسته د چا شو ؟ نو په دې اساس زموږ ټول هغه ښاغلي چې غربيانو پورې يې زړه تړلی ، د هغوی پر نور پاتې کېدو ټينګار کوي ، د هغوی ديموکراتيکو ارزښتونو خپرولو کې منډې ترړې وهي او د بهرنۍ اجنډا د تطبيق لپاره پرله پسې خپل ملت وژني ، زندانونه ترې ډکوي او د دښمن بې پيلوټه بمباريو ته يې هدف ګرځوي ، بايد په دې حقيقت وپوهيږي چې آخر انجام به د خپل دغه مظلوم ملت په لاس خپل شرمېدلی برخليک سره مخ کيږي؛ نو يا به د خپلو بادارانو په کور دېره کيږي او يا به همدلته سپک ورک شي . خو ملت به پاتې وي او هماغسې به د خپلو پلرنيو ديني او ملي ارزښتونو دفاع او پالنه کوي .

نو خبردار د ملېشو جوړول مو نور هم خواروي او شرموي . راځئ د خپل ملت خوا ته ودرېږئ ، د ديني او ملي ارمانو عزت او درناوی يې وکړئ او د پرديو خوشالولو لپاره خپل قوم سره مه جنګېږئ . قسم پر هغه قادر ذات چې زموږ او ستاسې ټولو ارواوې يې په لاس کې دي چې تاسې د خپل مظلوم ملت پر خلاف جنګېږئ او د پرديو ارمانو پلي کول غواړئ . راځئ ملت سره خبر يوه کړئ او دپردیو له دوستۍ لاس واخلئ . يوازې په همدې کې ستاسې د دنيا او آخرت عزت او سر لوړي ده .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد اسماعیل
میلمه
محمد اسماعیل

مننه خدای ج وکی چی تاسو هم اباد اوسی