د بادغیس ولایت د مقر ولسوال ووژل شو
(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۰) قلعه نو: د بادغیس ولایت د مقور ولسوال ملا داؤد نن سهار پر سرک د ځای پرځای شوی ماین چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه وکړی او د یادې ولسوالۍ د پوهنې مدیر د څلورو ساتونکو سره یوځاي سخت ټپي شوی دی، اوددرملني لپاره دبادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته رسول شوی دي.
په لودیځ زون کې د پولیسو ویاند عبدالرؤف ” احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه پیښه نن سهار ۸ بجي هغه مهال د مقور ولسوالۍ په ” سنګ آتش” سیمه کې هغه مهال رامنځه شوه کله چې ددغه دولتي چارواکو موټر پرسړک باندې پرځای پرځای شوي ماین ور برابر شو.
جبارخیل