نړۍ

اوباما او کيمرون: جهادي فکر زموږ د ګډ کلتور، ژوند او هېوادونو دښمن دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي۲۵مه،۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما او د برتانيې لومړي وزير ډيوېډ کيمرون د يوې ګډې مقالې په ترڅ کې هوډ څرګند کړی، چې د فرانسوي چارلي ابدو مجلې پر دفتر له بريد وروسته د جهادي فکر پر ضد به په ګډه جګړه کوي.

ډيويډ کيمرون واشنګټن ته د سفر پر مهال بارک اوباما سره په ګډه يوه مقاله ليکلي، چې تېره ورځ ماښام ناوخته د برتانيې ټايمز ورځپاڼې په خپله ويب پاڼه خپره کړې ده.

د دواړو هېوادو مشرانو ليکلي: «د هغه چا پر ضد به په ګډه دښمني پالو، چې زموږ فکر، ارزښتونه او د ژوند لارې چارې ننګوي.»
مقاله کې راغلي: «تېره اونۍ، چې پاريس کې د بيان پر ازادۍ بريد وشو، نو ګردې نړۍ په يوه خوله ځواب ورکړ.»

اوباما او کيمرون زياتوي: «هغه وحشي فکرونه، چې زموږ ژبې را تړي، د فکر او بيان ازادي مو بندوي او د پاريس په څېر زموږ بې ګناه خلک وژني، په خپل زور به ماتې ورکوو.»

د برتانيې لومړی وزير واشنګټن ته رسيدلی او سپينه ماڼۍ کې به د امريکا ولسمشر بارک اوباما سره د تروريزم، اقتصاد او ګوانتامو کې د بندي برتانوي «شاکر عامر» د برخليک په اړه خبرې اترې وکړي.

اوباما دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې افغانستان کې يې ديارلس کلنه اوږده جګړه په يو اړ خيزه توګه پای ته ورسوله او اعلان کړی، چې امريکايي عسکرو په افغانستان خپل پوځي ماموريت پای ته ورساو.

د پېښو څارونکي وايي، چې د امريکايي ولسمشر دا ډول څرګندنې د ماتې په معنا دي، مګر تېره ورځ يې د برتانيې لومړي وزير سره په ګډه خپره شوې مقاله کې يو ځل بيا د جهادي فکر د ځپلو هوډ کړی دی.

بل پلو القاعده او اسلامي دولت ګواښ کړی، چې لويديځو هېوادونو ته به خپل زور د دوی په کور دننه ورښيي او د پاريس بريدونه يې يوازې پيل بللی دی.

اوباما او کيمرون دا هوډ په داسې وخت کې څرګند کړی، چې تېره ورځ له لندنه خپرېدونکې انډيپينډنټ ورځپاڼې ليکلي و، چې د کره اسنادو له مخې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې جهادي ډلې به د پاريس له بريده وروسته هڅه کوي، چې امريکا او برتانيا کې پر ځينو مهمو ځايونو بريدونه وکړي او د امنيتي ارګانونو غړي ووژني.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه عبدالباري عطوان وايي، د تروريزم ضد جګړه په استخباراتي لوبو نه کيږی، چې لويديځ هېوادونه دې د اسلامي عقيدې پلويان هر ځای وځوروي.

عطوان زياتوي، چې يوازې په اروپايي هېوادونو کې مسلمانان ۳۰ ځله د نامسلمان په پرتله زيات د زندان له ګواښونو سره مخ دي.

«د تروريزم د مخنيوي ښه چاره دا ده، چې لويديځ هېوادونه اسلامي نړۍ کې له خپل ښکېلاکي فکر او سياسته لاس واخلي.»

د عبدالباري عطوان په وينا د غربي حکومتونو د ناکامې پاليسۍ يوه نښه د چارلي ابدو مجلې پر دفتر، المان کې د يهودانو پر عبادت ځای او تولوز ښار کې پر ښوونځي بريدونه دي.

«که ووايو چې د غربي هېوادونو دغو ټولو نظامي مداخلو او بريدونو لويديز هېوادونه له ناکامۍ سره مخ کړي، حکومتونه يې د خپلو خلکو په ژغورنه کې پاتې راغلي او جهادي ډلو ته يې د بريدونو چانس په لاس ورکړی، نو خبره به مو رښتيا وي.»

کارپوهان وايي، چې ښکېلاکي هېوادونه تل هغه مهال له ستونزو او نا امنيو سره مخ شوي، چې د نړۍ پر بې وزلو ولسونو يې تيری کړی او که لويديز چارواکي له خپل جنوني ښکېلاکي فکر څخه په شا نه شي، نو نه يوازې دا، چې په نورو هېوادونو کې به يې اتباع د مرګ له ګواښ سره مخ وي، بلکې په خپلو هېوادونو کې به له امنيتي ستونزو سره لاس و ګريوان او خپل ولس به په لوی لاس د مرګ کندې ته ور ټېل وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x