عبدالسلام ضعیف، په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

د سولې تازه خبرې – ملا عبدالسلام ضعیف

سوله رښتیا اړینه ده د لوی او رحیم خدایه غواړو چې زموږ ګران ټاټوبي ته سوله او ثبات راسي او دا د ټولو مظلومو افغانانو وروستی هیله ده.

دا چې اوس د کابل په مطبوعاتو کې تازه د دوبۍ د دفتر خبره ګرمه سوی ده، زما نوم هم په دغه پروسه کې یاد سوی دی، نو ځکه زه غواړم چې په دې اړه لږ سپيناوی وکړم، اول تر ډیره ما ته دا ټوله خبره بي اساسه معلومیږي ځکه چې ددغه راپور ورکونکي مرجع نه ده معلومه او نه یي راپور په ريښتوني اساس ولاړ دی، کیدای سي دا یوه استخباراتو لوبه وي چې د خلکو نظر د اصلي موضوعاتو څخه و یوه بل لور ته اړ وې، تر کومه ځایه چې زما په اړه خبره ده، زه دهيڅ جهت سره نه کار کوم او نه په هیڅ جریان کې که هغه سیاسي وي او که د سولي وي قرار لرم، نه مي د دوبۍ له حکومت سره په دې اړه خبره کړي ده او نه د افغانستان له دوه سري ادارې سره او نه مي هم د طالبانو له واکمنانو سره خبره سوې ده. تر ډیره دا خبرې زما او زما غوندي کسانو پوري اړه هم نه لري ، نو پر دي اساس زما اړوند دکابل دمطبوعاتو ګنګوسې په کلکه ردوم.

د سولې په اړه د یوه افغان په توګه که ذي دخله لوري زما څخه مشوره وغواړي زه خپل نظر او مشوره ورکوم اما دا هیڅ کله په دې مانا نه ده چې زه ګواکي په یوه پروسه کې کار کوم.

د سولې په اړه مي نظر دادی چې که ریښتونولي منځ ته رانه سي، د دواړو خواوو توافق او اخلاص واضح نه سي، دسولي هڅې بې پایلو پاته کيږي، یوازي به سوله یوه غولونکي تجارتي پروژه وي او بس، لکه دا څو کاله چې همداسي بې پایلو او بې ګټې پروسه روانه ده. اما د طالبانو د دفتر په اړه کیدای سي ډیر هیوادونه د منځګړي توب وړاندیزونه وکړي، کیدای سي د دوبۍ غوندي نور هیوادونه هم طالبانو ته د دفتر د خلاصیدو وړاندیز وکړي، ځکه دا د هر هیواد په منافعو پوري اړه لري، خو د طالبانو سياسي بنیاد بې دقطر له دفتره بل کوم دفتر زما له نظره نه سي کیدلای، ځکه چې د قطر هیواد د مشرانو ريښتنولي طالبانو ته ثابته سوې ده، دا چې بل هیواد دي طالبانو ته دومره د قناعت او اطمنان عملي مرجع وګرځیږي دا به نور ډیر وخت ونيسي، دا هم ډیر امکان لري چې د طالبانو او قطر د بې اعتمادې له پاره داسي هڅې هم سوې وي او هم وسي، خو زه ډاډه یم چې طالبان به دې ټکي ته ضرور متوجه وي، په هر صورت زه تر دې وخته ډاډه نه یم چې دواړه اړخونه دي د حقيقي سولې را وستلو له پاره یو په بل باور ولري، او نه هم تر اوسه زما په نظر د سولې له پاره داسي مشروع شرایط چې دواړه اړخونه یې ومني برابر دي.

په درناوي

ملا عبد السلام ضعيف

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۵/۱۰/۱۳۹۳

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ضعیف صیب

تاسو دې خداوند متعال په خپل امان کې وساتي

د مفکر صیب د سفر راپور به مو لوستی یی چې په دوبی کې یې یو شمیر سوداګرو او کارګرانو ته وینا کړې ده او د سولې تر څنګ یې هغوی ته وییلي دي چې تاسو به له دې وروسته په مستقیم شکل په افغاني پاسپورټونو دلته سفر کوی.!!!!!!!؟؟؟؟؟

مفکر صیب تر اوسه په دې نه ده خبر چی دوبی کی د سعودي عربستان په شان د افغاني پاسپورټ ستونزه وجود نلري او یا خو هم دده د نیمې کابینې په شان ټول خاور میانه ته د عربستان په سترګه ګوري