د نن سرلیکنه

سوله او بې لارې کوونکی پروپاګند / سرلیکنه

هر افغان هره ورځ د یوه روښانه او سوله ییز سبا هیله له ځان سره لري. اوس نو په دې اړه څوک شک نه شي کولای چې کواګې سوله دې کومه اړتیا نه وي. د همدې اړتیا لپاره ولسمشر هم کله کله د سولې غږ کوي او له مخالفینو غواړي چې «مذاکراتو ته چمتو» شي. ولسمشر یې د لوړې پر مهال اوږدې وینا کې یوازې همدا یوه جمله د سولې په باب وکړه: «طالبان دې مذاکراتو ته چمتو شي». دا جمله په یو ډول د سولې زیګنال رسوي؛ خو ایا دا د سولې رښتینې هڅه او یوه قوي سیاسي اراده ګڼلای شو؟

متاسفانه پخواني ولسمشر د سولې او مذاکراتو په نامه ډېرې لوبې وکړې او اخر یې د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره وویل چې د سولې کیلي له پاکستان او امریکا سره ده. کرزي پر خپلې ماتې هم اعتراف وکړ. مګر کرزي پر دې اعتراف ونه کړ چې ده په خپلې واکمنۍ کې د سولې هرې هڅې شنډولو هېڅ فرصت ضایع نه کړ. کرزي ګومان کاوه چې په عامیانه خبرو او ظاهراً احساساتي ویناوو به طالبان سولې ته مایل کړي. حقیقت دا دی چې کرزی د سولې ارمانجن نه و. هغه غوښتل په دغسې شعارونو سره که وکولای شي د طالبانو لیکه تجزیه کړي او ځینې طالبان د بعضي امتیازاتو په ورکولو سره له اصلي طالبانو جلا کړي او له ځان سره یې یو کړي. خو دا ټولې هڅې یې ضایع شوي. کرزي د دغسې ناوړې هیلې لپاره د سولې پرمصرفه شورا هم جوړه کړه چې تر ننه یې له لګښتونو پرته بله لاسته راوړنه نه شته.

ولسمشر اشرف غني هم په دوبۍ کې د افغانانو یوې غونډې ته په وینا کې ویل چې سوله به راولي او که سر هم پکې بایلي نو د سولې «جار دې شي». د ولسمشر غني هم د دغسې ویناوو او خطابونو کمی نه شته. په څه باندې درې میاشتنۍ واکمنۍ کې يې څو څو ځلې دغسې غږونه کړي. سره له دې چې غني د همدغسې یوه تش غږ لپاره د واک شریکي عبدالله عبدالله غوسې زغملي دي. عبدالله حداقل د سولې یو ننداره ییز غږ هم نه شي تحمل کولای.

کاش چې ښاغلی اشرف غني د حامد کرزي له ناکامو لوبو عبرت واخلي او د سولې په اړه رښتیني او مخلصانه هڅې پیل کړي. موږ هم د یوه عادي افغان په توګه له ولسمشر اشرف غني هیله کوو؛ خو متاسفانه ځمکني واقعیتونه او زموږ هیلې سره لرې دي. له هر څه وړاندې له ولسمشر سره په واک کې پنځوس سلنه عبدالله عبدالله شریک دی چې غني د سولې په هر غږ کې د عبدالله غوسې ته هم خوله جینګوي. د عبدالله اړخ دې ته نه دی تیار چې طالبان «سیاسي مخالفین» وباله شي. عبدالله ټینګار کوي چې طالبان «ترهګر» وګڼل شي، داسې کلمه چې امریکایان یې هم اوس پر طالبانو نه لګوي.

حکومتي رسنیو اوس بیا پخواني چمونه شروع کړي او داسې تبلیغات یې پیل کړي چې ګواکې طالبان د قطر پر ځای متحده عربي اماراتو کې خپل دفتر پرانیزي. سره له دې چې طالبانو دغه تبلیغات رد کړل؛ خو له قطر څخه دوبۍ ته د طالبانو د دفتر انتقال په منطقي لحاظ ډېر عملي نه ښکاري. لومړی طالبانو سره تر دې دمه د قطر حکومت پر خپلو شرایطو ولاړ پاتې شوی دی. دویم، که طالبان خپل دفتر بې له کوم موجه عذر څخه دوبۍ ته انتقال کړي نو د طالبانو او قطر په اړیکو کې به حتما بدګوماني وزېږوي.

داسې ګومان کېږي چې ګډ حکومت د اشرف غني په مشرۍ هڅه کوي د طالبانو په نامه او جامه له ځینو کسانو ګټه پورته کړي، ورته امتیازات ورکړي او بیا يې په دوبۍ کې سره راغونډ کړي او هڅه وکړي چې د طالبانو د قطر دفتر ارزښت راکم کړي.

ولسمشر غني باید پوه شي چې هغوی چې ګډ حکومت ته د دغسې دفترونو د چارو سمبالولو سینه ډبوي، دغو کړیو یوازې محدودو امتیازاتو ته سترګې نیولې وي نه سولې ته. که سوله په دغسې تبلیغاتو او نامعقولو لوبو راتللی، نو پخوانی ولسمشر حامد کرزی به موفق شوی وای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x