افغانستان

فراه: دماین پاکونکي یوي موسسي له اوو تنو کارکونکو څخه سرونه پریکړل شوه

demining_groups(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۰) اوه کسه ماین پاکونکي  چي څه وخت مخکي دنامالومووسلوالو له لوري څخه تښتول شوی وو تیره ورځ په داسي حال کي وموندل شول چي سرونه یی له تنونو څخه جداوو.

اوه سره ماین پاکونکي دماین پاکولو دیو ۲۸ کسیځي ډلي غړي وو کوم چي دتیري چارشنبي په ورځ دفراه ولایت دبالابلوک په وسلوالي کي دنامالومو وسلوالوله لوري تښتول شوی وو، دوژل شویو کسانو دمړيني پړه تراوسه پوري چاپه غاړه نه ده اخیستي.

دفراه ولایت امنیه قومندان محمد غوث مالیار خبري رسنيو ته وویل اوه تنه ماین پاکونکي وژل شوی دي چي له ټولو څخه سرونه بیل شوی دي، نوموړي زیاته کړه دیوه کس مړي مونږ ترلاسه کړي دي اوپاتي نور تراوسه پوري په سیمه کي له قومي مشرانو سره دي.

محمد غوث وویل تراوسه پوري دنورو تښتول شویو ماین پاکانو په اړه مالومات نه لرو چي څه به ورسره شوی یی.

تیرکال دډیسمبرپه میاشت کي په ورته پیښه کي دافغانستان په ختیځ کنړولایت کي ۱۸ کسه ماین پاکونکي دنامالومووسلوالو له لوري تښتول شوی وو، چي یوه ورځ وروسته دناټو اوافغان ځواکونو دګډوعملیاتو په تنیجه کي بیرته خوشي شول

په دي ورستیو کي په افغانستان کي دبهرنیو عسکروپه وړاندي وسلوالو بریدونو بیا زور اخیستي دي، چي نن هم دبهرنیو ځواکونو دمطبوعاتو څانګي دخپلو دروتنو عسکرو وژل ومنل.

بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x