نړۍ

ډيويډ کيمرون: انټرنيټي شبکې دې موږ سره استخباراتي همکاري وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۶مه،۱۳۹۳ل): ګارډين برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې د برتانيې لومړي وزير ډيويډ کيمرون د امريکا له ولسمشر بارک اوباما څخه غواړي، چې امريکايي ټولنيزې شبکې«فيسبوک، ټويټر او داسې نور» وهڅوي، چې برتانوي استخباراتو سره همکاري وکړي او په انټرنيټي پاڼو کې د اسلامپالو فعاليتونه وڅاري.

ګارډين نن پنجشنبه په خپله انټرنيټ پاڼه د اوباما او ډيويډ کيمرون د ګډې ناستې تفصيلي خبر خپور کړ او زياتوي، چې د پاريس له پېښې وروسته ډيويډ کيمرون لومړی اروپايي مشر دی، چې د امريکا ولسمشر سره ګوري او نوموړی به د خپلې ليدنې په ترڅ کې هڅه وکړي، چې د تروريزم ضد جګړه کې د اوباما هوډ نور هم قوي، چې د نړۍ په يو ګوټ کې به هم خپلو دښمنانو ته ارام ځای نه ورپرېږدي.

د ګارډين په وينا ډيويډ کيمرون به د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې له امريکايي چارواکو غوښتنه وکړي، چې د فيسبوک، ټويټر او داسې نورو شبکو مسؤولين بايد د اسلامپالو فعالانو د اکاونټونو کوډونه برتانوي استخباراتو سره شريک کړي.

ورځپاڼه زياتوي، چې د کيمرون د سفر يوه مهمه موخه همدا ده، چې امريکايي چارواکي بايد د ټولنيزو شبکو مسؤولين دې ته تيار کړي، چې د اسلامپالو فعالانو د انټرنيټي څار په اړه برتانوي استخباراتو سره خپل معلومات او همکارۍ شريکې کړي.

ټاکل شوې، چې د برتانيې صدر اعظم نن ماښام واشنګټن ته ورسيږي او ماښامنۍ به د امريکا ولسمشر بارک اوباما سره خوري او د خپل سفر په ترڅ کې به له اوباما غوښتنه کوي، چې ګوانتانامو کې بندي شاکر عامر له ديارلسو کالو بند وروسته برتانيې ته وسپاري.

ګارډين ورځپاڼي ليکلي، چې ډيويډ کيمرون به امريکايي ولسمشر سره د دوه اړخيزه سوداګرۍ په اړه ګڼ تړونونه لاسليک کړي او تر ټولو مهم يې شمال سمندر کې د ګازو او نفطو د توليد په اړه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x