افغانستان

د فاریاب د المار ولسوالۍ امنیه قوماندان او جنايي مدیر ووژل شول

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د فاریاب د المار ولسوالۍ امنیه قوماندان او د قومندانۍ جنايي مدیرپه یوې چاودنه کې وژل شوي.

د المار ولسوال محمد صالح صالح وايي، دا پېښه پرون – پنجشنبه- د مازیګر په پنځه نیمو بجو را منځته شوې.

د نوموړي په خبره امنیه قوماندان سید اسلم زیارتي او جنايي مدیر جان محمد د دغې ولسوالۍ بخاري قلعه ته تللي وو او له هغې بېرته پر لاره وو، چې موټر یې پر ځمکني ماین برابر شو او ځای پر ځای پکې ووژل شول.

د فاریاب د افغان ترک روغتون مسؤلینو هم تاییدوي، چې د پېښې له ځایه دوی ته د المار د امنیه قوماندان او جنايي مدیر او یو بل پولیس جسدونه ور وړل شوي دي.

طالبانو د نوموړي د وژنې مسؤلیت پر غاړه اخیستی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې امنیه قوماندان اسلم نرات او جنايي مدیر جان محمد تر څنګ په دې چاودنه کې دوه نور پولیس هم وژل شوي دي.

د ښاغلي احمدي په خبره، امنیه قوماندان د روسانو د یرغل پر مهال هم د روسانو ملګری پاته شوی او اوس هم په سخت چلند مشهور و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x