ټکنالوژي

سامسنګ کمپنۍ په نوي ټیبلیټونو کار پیل کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۶مه ۱۳۹۳ل): سامسنګ کمپنۍ په نوی ګیلیکسي ټب (Galaxy Tab) او نوټ ټیبلیټ (Note Tablet) کار پیل کړی کوم به چې په نژدې راتلونکي کې کاروونکو ته وړاندې شي.

که څه هم سامسنګ کمپنۍ په دې وروستیو کې د سمارټ فون او ټیبلیټ په برخه کې ماتې خوړلی خو بیا هم د راپورونو پر بنسټ دغه کمپنۍ په څلور نوي ټیبلیټونو کار پیل کړی.

راپورونو پر بنسټ ګیلیکسي ټب (Galaxy Tab) به د دغې کمپنۍ د پخوانۍ ټیبلیټ ګیلیکسي ټب ۴ ۷.۰ (Galaxy Tab 4 7.0) نوی بڼه وي او دغه کمپنۍ غواړي دغه ټیبلیټ د ګیلیکسي ټب (Galaxy Tab 4 10>1) ۴ ۱۰.۱ په ځای کاروونکو ته وړاندې کړي.

دغه کمپنۍ دوه نور ټیبلیټونه چې ماډل يي (SM-P350/351 (Wi-Fi/Cellular)) او (SM-P550/551) دی غواړي چې په منځنۍ اندازه کاروونکو ته وړاندې کړي. دغه کمپنۍ دوه ډوله ټیبلیټونه چې یو يي دیر غټ او بل يي نورماله اندازه ډسپلې لري کاروونکو ته وړاندې کوي.

سامسنګ دغه نوي ټیبلیټونه به د انډرایډ ۵.۰ لالیپاپ (Android 5.0 Lollipop) اپریټنګ سیسټم پوسیله کارول کیږي چې دا کاروونکو ته یو ښه خبر دی خو بد خبر دا دی چې سامسنګ کمپنۍ به دغه ټیبلیټونه راتلونکی نندارتون کې نندارې ته نه وړاندې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x