افغانستان

په پنجشیر کي د ملي امنیت عسکر ۲ امریکایان مړه او بل ټپي کړ

ana_and_us_soldeirsنن ټکی آسیا: نن سهار د ملي امنیت یوه سرتیري دوه امریکایان په ډزو سره ووژل او په متقابلو ډزو کي دغه سرتیري هم خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د تفصیلاتو سره سم نن د پنجشیر ولایت امنیه قوامدان جنرال محمد قسیم رسینو ته ویلي چي سهار ناوخته ددې ولایت دره په ولسوالۍ کې د ملي امنیت دیو جګ پوړي چارواکي جنرال حسام الدین حسام او د یو بل امنیتي مسؤول امان الله تر منځ لفظي شخړه را منځته شوه،

چي بیا وروسته په ډزو سره بدله شوله، او په ترڅ کې دوه تنه امریکايي عسکر ووژل شو، او بل امریکایي سرتیری ټپي شو.

امنیه قوماندان وویل چي په دغه پيښه کي خپله امان الله هم ووژل شو.

ځینو نورو سرچینو ویلي چي د ډزو په ترڅ کې د امان الله دوه نور ملګري هم ټپيان شوي دي.

خو د بلي خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي په نومړي سیمه کي د طالبانو له خوا برید شوی، چي په ترڅ کې د پي آر ټي ۳ تنه کارکونکي مړه او یو شمېر نور ټپيان شول.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز هم د پيښي تصدیق کړی، او مرګ ژوبله يې هم منلې، خو د پيښي د څرنګوالي په اړه يې تر اوسه څه نه دي ویلي، او نه يي د مرګ ژوبلي دقیقه شمېره په ګوته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x