چارلي هیبدو – ملا عبد السلام ضعیف

پر هغه اداره چې دپاریس په زړه کې وه د دوو اسلامي جذباتو لرونکو غیرتمنو ځوانانو لخوا دسپيڅلي پيغمبر صلی الله علیه وسلم دتوهین په انتقام کې داسي دقیقه وسلواله حمله وسوه چې په ډیر ګړندي ډول یي د هغو اسلام دښمنو انسانانو څخه ژوند واخستی چې په ډیره سپين سترګې سره یې دنړۍ تر یو نیم ملیارډ زیات وګړي مستقیماً ګواښل، او دا دی تر هغه وروسته یو ځل بیا هم هغه ډول توهین په عادي توګه تکرار سو.

کله چې دا حمله وسوه په دې حمله کې دولس کسان ووژل سوه، او ټول هغه کسان په نښه سوې وه چې په نړۍ کې د سلګونو انسانانو د مرګ او قتل غیر مستقیم عاملین وه، دا ځکه کوم وخت چې د دغه ادارې له خوا په ۲۰۰۶ زېژدیز کال کې توهینونکي کارټونونه چاپ سول، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانانو د هغوی پر ضد مظاهرې وکړي، په ځینو هیوادونو کې مظاهرې په اخ او ډب واوښتلي او په سلګونو مسلمانان پکښي ووژل سول. موږ ویلای سو چې داسي لمسونکی عمل چې د انسانانو ژوند ګواښي په حقیقت کې د انسانانو په وژنو کې ونډه اخستل دي، او دا هغه عمل دی چې که دا کار مسلمانان وکړي نو سمدلاسه به د لویدیز لخوا د ټروریسټانو په لسټ کې داخل سي، او نوم به یي هم په مطلوب او غوښتونکي (وانټيډ) لسټ کې خپور سي، اما دا کار بیا په په فرانسه کې د مطبوعاتو د ازادۍ ترنامه لاندې د فرانسې د حکومت په حمایت او مرسته سره تر سره کیږي.

موږ دا څو ورځي وینو چې د عامو مسلمانو عکس العمل دومره زړه دردونکی دی چې دا د یوه صلیبي جنګ یوه برخه ګڼي او په رښتیا سره هم داسي ده، دا خو ښه خبره ده ، د اسلام او خپل محبوب رهبر سره د مينې او محبت اظهار دی ، مګر د بل پلوه چې ګورو د اسلامي هیوادونو اکثرو واکمنانو د دغه دوو تنکیو زلمیانو د اسلامي جذبې ډک عمل چې بله لاره یي د حل نه لیدله، او د دغو بزدله او بې احساسه واکمنانو د بې غورۍ له کبله اړ سول چې په عمل لاس پورې کړي، بیا هم د همدغو اکثرو اسلامي هیوادونو د واکمنانو له خوا د ځوانانو دغه عمل وغندل سو، تر دې چې ځيني واکمنانو په هغه څو ملیوني مظاهره کې هم ونډه اخستي وه چې د دغه عمل د غندني او د مجلي د قباحت په ملاتړ د یهودو تر رهبري لاندي په پاریس ښار کې جوړه سوې وه، دلته یو لوی فرق موجود دی، او ټوله اسلامي نړۍ په حقيقت کې هم دا کار ځور وي.

زما په نظر په کار خو دا وه چې د اسلامي نړۍ د چارو واکمنانو په یوه اواز اول د مجلې دغه شنیع عمل په کلکه غندلی وای او دوېم یي د دغه مؤمنو انسانانو د قربانۍ قدر کړی وای، او د دوی د دغه قربانۍ څخه یې مثبته ګټه اخستي وای، او د دې عمل پړه یي د دغه لمسونکي مجلې پر مشرانو او اداره باندې اچولي وای، کوم چې په حقيقت کې ددې ټولو مسؤلیت د دوی په غاړه دی، دا چې څوک حقیقت پټوې او نه سي ویلای دا نو بیا بېله خبره ده.

درېم باید د چارو واکمنانو دخپل مسؤلیت په درک سره په یوه اواز سره د فرانسې د حکومت څخه همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د هغې ادارې له خوا په ټینګه غوښتنه کړي وای چې د داسي لمسونکو کړنو مخه په کلکه سره ونیسي، ځکه چې داسي لمسونکي اعمال که په هر نامه سره کیږي ، په ټوله نړۍ کې نفرتونه زيږ وې ، همداسي اعمال د جنګونو او وینو تویولو سبب کیږي، او بالاخره په نړۍ کې بې ثباتي را منځته کوي.

زه د یوه مسلمان په صفت د هغو اعمالو پلوي نه کوم چې په نړۍ کې د بې ثباتۍ او نفرتونو د زېژندې عامل ګرځي، مګر حل یي دا هم نه دی چې د اسلامي نړۍ د چارو واکمنان په ډير ډار او ذلالت سره د هغو کسانو په ملاتړ ږغ پورته کوي چې دنیمې نړۍ مسلمانان په خپلو کورونو کې په روحي لحاظ ځور وي، د دوی دغه د بې غیرتۍ ږغ چې د مجلې دشنیع عمل په ملاتړ یي پورته کړی دی، باید چې ټول مسلمانان په کلکه سره وغندې، ځکه چې همدوی د دي کار په کولو سره دا ډول اسلام دښمنه افکارو لرونکو ته لا هم نور جرئت ورکړ چې په پراخه کچه داسي نور بد اعمال تر سره کړي، د نړۍ هغه کسانو ته چې ظاهراً د مسلمان په صفت له دوی سره یو ځای سول دشرم خبره ده.

د راتلونکې په اړه:

په ټوله اسلامي نړۍ کې په ځانګړي ډول زموږ په هیواد کې باید د بهرنیو چارو د وزارت لخوا دفرانسې سفارت ته په پرانستي او لیکلي ډول د افغان ولس پیغام ورکول سي، دا چې د فرانسې هیواد په نړیواله سطحه مسؤلیت لري چې د ټولو مذهبونو درناوی وکړي، دا چې د دوی په هیواد کې یوه ډله یا مجله داسي ګستاخانه عمل تر سره کوي چې هم د مذهب سپکاوی وي، هم نړیوال تشنج ته لمن وهل وي، اوهم د جنګونو، وینو تویولو سبب کیږي ، د فرانسې حکومت يې باید په کلکه مخ نیوی وکړي، او د فرانسي په هیواد کې د داسي عمل د کوونکي چې هر څوک يې کوي، او د عکس العمل پړه به په راتلونکې کې مستقیماً د فرانسې د حکومت پر غاړه وي

په درناوي

ملا عبد السلام ضعیف

په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

۲۶/۱۰/۱۳۹۳

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حیات الله حمیدی
میلمه
حیات الله حمیدی

خلقیان زموږدپلارانوهم دښمن وو !
دافغانستان نوی کابینی ته په کتنه چی ټول یااکثریت هغه کسان دی چی پخوانی خلقیان یایی طرف داربلل کیږی نوزماپه خپل نظردابه دافغانستان لپاره یوه نوی اوډیره قوی جکړه ددولت په ضدرامنځ ته کړی داځکه چی یوخوددوی هغه طرفداران چی ځانونه مجاهدین معریفی کوی خپلوکسانوته نورددی سترګی نلری چی دادافغانستان جوړه ونکی دی اوبل داخلک دکابینی څخه هم لری ښکاریږی نوهغه خلک به هم دطالبانوپه ملاتړودریږی چاچی مخکی دی دوستم علومی کریمی په ضدخپل دوستان له لاسه ورکړی نودادافغانستان ددولت لپاره یونوی دخطرزنګ اودطالبانودبیاراتګ ښه چانس دی