د جمهور ریسانو د ټاکنو او د کابینې ځنډیدل

الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

د غلا ، او درغلیو ډکو ډموکراټیکو ټاکنو، د ع او غ نښتی غیر متجانس غبرګون ( جمهور ریسان ) په څو پړاوونو کې د جان کیري تر څارنې لاندي د روغتون په ځای د امریکا په سفارت کې وزیږول شول، ځنډ یې هماغه د اسلامی امارت سره د خبرو کولو نتیجه له مخې وو ، د وزیرانو مقررۍ هم د اشغالګرو له خوا مخکي له مخکي شوی وه، څو میاشتیې ورباندي د طالبانو سره د خبرو کولو د نتایجو د معلومولو له امله تیرې شوې . د دومره ډير وخت تیرولو ستونزو ګاللو سره خو هیله دا وه چې په ټاکنو کي به شفافیت او د وزیرانو په مقرریو  کي به د هغو اهلیت ، کفایت ، پوهه او ابتکاری زیرکتیا شتون درلودلی او هغه هم په داسي حساسه مرحله کي چې اشغلګر زمونږ له هیواده په خوښه یا ناخوښه وځي او د نجیب د یتیمي ادارې په شان د غني یتیمه اداره شاته پریږدي.

د انګریزي یهودي استعمار په شیطاني لویو ځانګړتیاوو کي یوه دا ده چې ( څه وایې هغه نه کوي او چې څه کوي هغه نه وایې ) چې په دې واسطه استعماري کړنې او استمثاري پلانونه خلکو ته ستونزمن ښکاره کړي د دوی د ټاکنو او یا د وزیرانو د مقرریو ځنډیدلو علتونه په لاندی ډول دي :
روسانو زمونږ د هیواد په ورانولو او مظلوم اولس وژلو یوه لسیزه تیره کړه ، بلاخره مالی او جانی تلفاتو زیاتوالی تيښتو ته مجبور کړل ، دا چې وایې کفر ملت واحد دی روسان د دی په ځای چې له افغانانو بخښنه وغواړی او د جنګ تاوان ورکړی امریکایانو ته یې د ګدایې لاسونه اوږده کړل او ورته په سجده شول امریکایانو له همدی موقع ګټه پورته کړه د روسانو د بی تلفاتو وتلو د پاره یې په روسانو دا باج کیښودلو چې د افغان مجاهدینو د مهارولو د پاره به ورسره مرسته کوی ، یوه مرسته یې هم دا چې افغانی کمونستان به ورسره اشتی کوی چې د دموکراسی نظام په پیاده کولو کي به ورسره پیوستون لری روسانو د امریکایانو دا غوښتنه په ورین تندی ومنله امریکایانو د روسانو په مرسته زمونږ په ګران هیواد کي د قومی او ګوندی تعصباتو په رامنځته کولو خپل منځی جنګونه رامنځته کړل تر څو په دی ډول خلک له جنګ ستړی او د دوی غلامی ته تن کیږدی .

د خپل منځی جنګ یو لسیزی زمونږ مظلوم اولس د هماغه تش په نامه جهادی رهبرانو وحشت تر دی کچې بی هیلی او بی اسری کړل چې د هر کافر به راتګ لا خوشاله وو چې له دغه بی اسری ژوند او بی عزتیو یې وژغوری په داسی حساسه شیبه کي چې د یهودی نړیوال استعمار پلان او غوښتنه وه ،مګر د الله ج اراده او غوښتنه بیا بل څه شوه ، د امریکا د پلانو او هیلو خلاف نوی مجاهدین د طالبانو په نوم رامنځته شول ، حکومتی تشکل ، شرعی قانون رامنځته ، ګډوډی او د ټوپک حکومت ختم ، ملوک الطوایفیو او پاټکونو ته یې د پای ټکي کیښودلو . شرعی حدود یې جاری کړل ، سرتاسری امنیت حاکم او قومی تعصبات تر ډیری کچې مخ په ختمیدو شول ، د روس او امریکا غلامان یې ټول د پنجشیر ولسوالی ته راټول کړل ، امریکا په اسلامی امارت په مالی بندیزونه لګولو سربیره ورله بدنامول هم پیل کړل ، دغو هم اسلامی امارت لاندی نه کړو ، بلاخره د سپټمبر د مصنوعی فاجعی په رامنخته کولو او بهانه نیولو یې زمونږ هیواد یې اشغال کړو او په پنجشیر کي محاصره شوی مفسد او بی کفایته ګیدړان یې په وچ زور د هیواد چارواکي کړل .

د طالبانو د منځه وړلو او مهارولو د پاره یې له هر ډول وحشت کار واخست ، حیرانونکي یې بیا دا وه چې د مخکنی مجاهدینو سره ګاوڼدی هیوادونه، عربی او غربی نړی ملګری وه ، د روسانو مقابل کي بریالی مګر د نفس مقابل جهاد کي یې ایمان آو وجدان دواړه بایلودل ، د طالبانوسره بیا برخلاف د ګاونډی هیوادونو په ګډون ټوله نړی دشمنه او په ضد یې جنګیږی ، مګرد الله ج معجزوی قدرت ته ګوره چې د ټولی نړی متکبره قدرتونو ته ( چې هر څه لری ) په یوه کوچنی ګروپ ( چې هیڅ هم نه لری ) ماتی ورکوی دا مثالونه په ماضی کي ډیر تیر شوی او په راتلونکي کي به هم ولیدل شی .

د صلیبی جنګونو ستر قوماندان بوش به ویل چې طالبان دخپلو خبرو سیالان نه ګڼو د هغوی سره د خبرو کول د هغو د رسمیت پیژندنه ده مګر الله ج یې داسی ذلیله کوی چې د ټولو مادی امکاناتو سره سره هماغه بوش او ملګری یې د طالبانو سره د خبرو کولو د پاره ننواتی کوی واسطی ورپسی ګوری طالبان دومره لاسبری کیږی وایې چې په کفارو باور کول د هغو د رسمیت پیژندنه ده دوی په جنګ کي د سولی او په سوله کي د جنګ زمینه سازی کوی.

امریکایان د ۱۳ کلونو هر ډول وحشت او وژلو وروسته هماغه د روسانو له برخه لیک سره مخ کیږی ، مګر د خپل شرم د پټولو د پاره د هر ډول فتنو او دسیسو څخه کار اخلی چې خپله ماته له خپلو هیوادوالو او نړیوالو پټه کړی ، مجاهدین ورسره چې په غلامه اداره کي یو ځای شی د دوی د خوښی جوړه نه منی هغوی وایې دا زمونږ خوښه چې خپلو کي سره څه قانون څرنګه حکومت او څه بیرغ جوړوو ، تاسی زمونږ پولیسان او قاضیان مه جوړیږی . دی هڅو ټاکنی اوږدی کړی چې که طالبانو ته په موجوده حکومت کي ځای ورکړی ، له بده مرغه ګټه یې ورته ونه کړه ، ټاکنی بی نتیجی اوږدی شوی ، خپلی هڅی جاری وساتلی ، بیا یې کابینه وځنډوله چې ګوندی طالبانو سره به نتیجی ته ورسیږی او طالبانو ته به حکومت کي نیم په نیمه ځای ورکړی مګر طالبانو ورسره دغه هم قبوله نه کړه ، وایې څوک چې سیند راواخلی هر کاڼی بوټی ته لاس اچوی ګوندی له غرقیدو وژغورل شی امریکایان هم چې د شرمیدلی ماتی ځان پټوی هر ډول روغی جوړی ته ګدایې کوی د کابینی وروسته به د والیانو او وکیلانو د مقرریو د ځنډولو وار شی او لا به بیرغ ته هم د طالبانو په خوښه سپین رنګ ورکړی . دغه علتونه دی چې دوی کله ټاکنی ځنډوی ، کله د وزیرانو ، والیانو او وکیلانو مقرری ځنډوی .

حتی دغه امنیتی تړون چې یې نیمه شپه په کرزی او په اوله ورځ یې په غنی لاسلیک کړو په فریب او دروغو دی ، که د دوی خبری د طالبانو سره جوړی ته ونه رسیږی دوی به خپل اخری ( د افغانانو خپل منځی جنګ ) ابشن ته ځی د همدی د پاره یې له اوله په ارګ کي دوه ریسان کینول دا همدغه د خپل منځی جنګ مقدمه ده او بیا د دغه دوه ریسانو په شاوخوا د څلور نورو غیر متجانسو ډلو جوړول او هری ډلی دپاره د هغه ډلی په خوښه وزیران ، بی له دی چې اهلیت او مسلکیت یې په نظر کي ونیول شی حتی بارنی تابعین او یا د جنګ سالارانو ترونه او وریرونه دی ، د خپل منځی جنګونو د پاره ډينمټ خخ شوی وسلی ویشل شوی ، سنګری جوړی ، یو د بل حلالکي ته منتظر دی د دجنګ اوله قومانده به د امریکایانو په واسطه او له ارګه پیل کیږی. په دی ډول به جهادی روحیه په قومی دشمنیو بدله کړی .

داچې دوی وایې مونږ به ۱۳ زره عسکر بیسونو کي پریږدو د خپلو هیوادونو د تیرویستنی د پاره ده چې په دی واسطه هغه مړه عسکر چې دوی تراوسه نه دی اعلان کړی په دی واسطه ورک کړی یعنی دوی به د خپلو عسکرو د مورال د نه رالویدو د پاره عسکری تلفات کم ښودل مثلا هره نظامی الوتکه او یا ټانک چې به تخریب شو ، که رسنیو به خبری شوی نه وی دوی به هغه نه اعلانول ، که کومه رسنی به خبره شوه هغه رسنیو ته به یې رشوت ورکولو چې دهغو شمیر کم کړو، د مجاهدینو سره به چې په مخامخ جنګ کي مړه کیدل هغه به یې سیندونو ته خطا کول یا پټ په کندو کي خخول اوهغه چې په بیسونو کي به ورته مړه شول هغه به یې خپلو سپو ته اچول . د شلو او دیرشو زره مړو په ځای یې یوآځی دری څلور زره مړی افشا کړل چې هم یې د عسکرو مورال نه وی رالویدلی د نوو عسکرو د برتی کولو ستونزه کمه او د تلفاتو د زیاتوالی په خاطریې ناکامی په ډاګه نه شی .

دا چې دوی د ۱۳ زره عسکرو د پاتی کیدو نوم یادوی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به افغانستان کي پاتی کیږی ، خپلوانو ته به یې وایې چې د هغو بچې اوس هم د افغانستان بیسونو کي دی او هغوی ته به لا د شلو او دیرشو زرو ووایې چې بیسونو کي تر هغو زیات دی چې مونږ په تړون کي ورله یادونه کړی یعنی د هغوی هغه مړه بچیان ژوندی دی ، څه وخت وروسته به د سی ای ای لیک په واسطه د مړو عسکرو خبره په ډاګه شی بیا به بل حکومت وی هغه نوی حکومت به وایې چې زما ګناه نه ده ، . دوی تر روسانو د زیاتو شرمیدلو ماتو سره مخ شوی صرف د دخپلو شرمیدلو ماتو اظهارول او اعلانول ورته ډیره ځانوژنه ښکاری که دا رازونه یې رسوا شی د روسانو یا وارسا د کمونستی پکت په شان د هر ډول خطراتو ، ویشنو او بی عزتیو سره مخ کیدلی شی . مننه•

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د