
استرالیا د انګلینډ لوبډلې ته په اسانۍ سره ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۶مه ۱۳۹۳ل): نن د استرالیا او انګلینډ لوبډلو تر منځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې استرالیا د انګلینډ لوبډلې ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه.
نننۍ لوبې پچه د انګلینډ لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د انګلینډ لوبډلې ټاکل شوي اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۴ منډې جوړې کړې.
دغه لوبه کې د انګلینډ لپاره مورګان ۱۲۱ او بټلر ۲۸ منډې جوړې کړې.
استرالیا لپاره سټارک ۴ او فالکنر ۳ ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه. کمینس، میکسویل او دوهیرټي یوه یوه ویکټه واخیسته.
استرالیا ټاکل شوی هدف ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د لوبې په ۳۹.۵ اورونو کې پوره او لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې يي د انګلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه کې د استرالیا لپاره وارنر غوره او چټکه لوبه وکړه. نوموړي په ۱۱۵ توپونو ۱۲۷ منډې جوړې کړې چې دغه منډې استرالیا د بریا اصلي لامل ګڼل کیدی شي.
د انګلینډ لوبډلې لپاره ووکس ۴ ویکټې واخیستې او خپل ۸ اورونو کې يي ۴۰ منډې ورکړې.
د استرالیا سټارک د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.