افغانستان

ننګرهار: نامعلومو وسلوالو د انجونو د ښونځی ۴ خوني وسوځولې

burend_office_perwanنن ټکی آسیا: تیره شپه د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو د یوې ښوونځي څلور خوني وسوځولې.

د ننګرهار ولایت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼي کي ویل شوي چي تیره شپه نامعلومو وسلوالو د چپرهار د ولسوالۍ اړوند د غزو په کلي کي د انجونو د یوې ښوونځي څلور خوني سوځولي دي.

په خبرپاڼه کي ویل شوي چي لومړی وسلوالو د نومړي ښوونځی ساتونکي وتړل، او بیايي د ښوونځي څلور خونو ته اور ورته کړ.

خبرپاڼه کي راغلي چي سوځول شویو خونو په هره خونه کي ۴۰ درې کسیزي چوکۍ هم وې، چي هغه هم سوځول شوي دی.

تر اوسه کومي ډلي ددې پيښي مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی، او نه په خبرپاڼه کي کوم جهت مشخص شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x