fbpx

چین په ریسټورانټ کې ښایسته خلکو ته وړیا خواړه ورکول کیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۶مه ۱۳۹۳ل): په نورو برخو کې خلک ښایست ته ډیر اهمیت ورکوي خو په چین کې بیا یو رسټورانټ ښایسته خلکو ته وړیا خواړه ورکوي.

یوې چینايي ریسټورانټ اعلان کړی چې خپل ښایسته پیریدونکو ته به وړیا خواړه ورکوي.

د چینايي رسنیو راپورونو پر بنسټ د چین په زنګ زو ښار کې یو ریسټورانټ د راغلي مېلمنو له جملې څخه ښایسته کسان جلا کوي او له هغوي څخه د خوړل شوي خواړه پیسې نه اخلي.

دغه ریسټورانټ د ښایست په اړه قضاوت لپاره خپل د پیریدونکی تصویر اخلي او د سیمې ښکلا کلینیک ته يي استوي چې دغه کلینیک د ۵ تر ټولو ښایسته کسانو عکسونه انتخابوي کوم چې به خپل د خواړه بل نه ورکوي.

دغه رسټورانټ د خلکو توجه جذبولو لپاره دغه قدم اوچت کړی د کوم په مرسته چې دغې رسټورانټ ته د خلکو تګ را تګ له پخوا څخه څو چنده زیاته شوې.

له دې وړاندې بل چینايي هوټل اعلان کړی و چې له ۱۴۰ کیلو ګرام څخه زیات وزن لرونکي نارینه او له ۳۵ کیلو څخه کم وزن لرونکي ښځو ته وړیا خواړه ورکول کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د