
خوست کې د یو پوځي مرکز د جومات ملا امام وژل شوی
نن ټکي اسیا (جمعه، مرغومي۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د علي شیرو ولسوالۍ اړوند د بهرنیو او کورنیو عسکرو د ګډ پوځي مرکز په جومات کې دننه چاودنې یو دولت پلوی ملا امام وژلی دی.
ځايي سرچینې وايي، چې په چاودنه کې دولت پلوی ملا عبدالرشید وژل شوی او د نور مالي او ځاني زیات په اړه مالومات نشته.
د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان هم د ملا عبدالرشید وژنه تایید کړې.
د پټان په خبره چاودنه پرون ناوخته په جومات کې دننه د ګاز ډبې د چاودیدلو له کبله را منځته شوې، خو دا یې ونه ویل چې ایا ګاز ډبه د چاودیدونکو توکو او که ګاز له امله چاودلې.
ویل کېږي، چې په چاودنه کې د پوځي مرکز جومات ته هم زیان اوښتی دی.
تر اوسه چا د پېښې پړه نه ده منلې.