نړۍ

فرانسه: وسله‌ والو د پوسټ دفتر کارکوونکي یرغمل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومي ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د فرانسې د پلازمېنې په شمال لویدیځ کې یو تن وسله وال کس د پوسټ دفتر کارکوونکي یرغمل کړي دي.

فرانسوي رسنۍ وايي چې یو تن چې نظامي وسله ورسره ده، یو شمېر ناڅرګند کسان پلازمېنې پاریس سره نېږدې د کولموز په ښار کې د پوسټ دفتر کارکوونکي  یرغمل کړي دي.

فرانسوي چارواکي وايي چې تر دې مهاله ورته څرګنده نه ده چې وسله وال کس څوک دی او له چا سره په اړیکه کې دی.

بي اف ام تلویزون  د یوې سرچېنې له قوله ویلي چې داسې نه ښکاري چې بریدګر دې د چارلي ابدو مجلې سره اړیکه لري.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې درې تنو بریدګرو د چارلي ابدو مجلې په دفتر برید وکړ او د مجلې د ایډيټر او پنځو مهم کارتون جوړونکو په شمول يې د مجلې ۱۲ کارکوونکي او پولیس ووژل.

بریدګر چې د القاعده سره یې اړیکه وه، وروسته د فرانسې د پولیسو سره په یوه نښته کې په شهادت ورسېدل.

القاعده ګواښ کړی، چې لويديځو هېوادونو ته به خپل زور د دوی په کور دننه ورښيي او د پاريس بريدونه يې يوازې پيل بللی دی.

د چارلي ابدو تر بریده وروسته دغې مجلې یو ځل بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب توهینوونکي کارتونونو خپاره کړل چې له کبله یې د نړۍ په لر او بر کې سخت غبرګونونه یو ځل بیا وپارول.

په ټولنیزو وېبپاڼو کې  مسلمانانو د هغو دوو ورونو چې د چارلي ابدو د مجلې په دفتر يې برید کړی و، په ملاتړ کې انځورونه جوړ کړي او پرې لیکلي یې دي چې «زه کواچي یم».

کواچي هغه دوه ورونه وه چې د چارلي ابدو د مجلې په دفتر يې برید کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سنځر خان

د یو مسلمان په حیث د خپل محبوب رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) پر وړاندی ګستاخانه شایع سوی انځورونه غندم، او باید مسلمانان په یو اتفاق سره دی دی ډول کړنو مخنیوی وکړی.

الله (جل جلا له) دی مو د ایمان د زیان څخه وساتی، امین

هجران فدایی

بسم الله الرحمن الرحیم د اسلامی امارت ټولومحترمو او درنو مشرانو ته! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته! هر هغه څوک چی دا لیک اسلامی امارت مشرانو ته رسولای شی او نه یی رسوی، نو په راتلونکی کی چی څه ستونځی او جنګونه دمسلمانانو ترمنځ راځی دی به هم مسؤل وی. داسلامی امارت زړه ته رانژدی مشرانو! تاسی ټول الحمد الله ددینی زدکړو څخه برخمن او درسول الله دتګلاری او دسیاست پیروان یاست، چی په هغه کی هیڅ نیګړتیا نشته. تاسی تر مونږ ښه په خپلو چارو پوهیګی، مونږ تاسی د پښو خاوری یو. خو غواړم تاسی پام نور هم دی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x