افغانستان

د بګرام هوايي ډګر د توغندیو تر برید لاندي راغلی

bagram_7نن ټکی آسیا: تیره شپه طالبانو د بګرام هوايي ډګر د توغندیو تر برید لاندي راوستی.

په دغه اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي تیره شپه طالبانو د پروان په ولایت کې دبهرنیو ځواکونو پر ستر مرکز باګرام باندي دوه توغندی وار کړې، چي دواړې پر خپل هدف لګیدلې، او او په مرکز کي میشتو عسکرو ته ځاني او مالي زیان رسیدلی، خو کره معلومات يې په دې اړه نه دي ترلاسه کړي.

د بلي خوا په کابل کي د بهرنیانو رسنیز مرکز د پيښي تصدیق کړی او ویلي چي تیره شپه د بګرام پر هوايي ډګر باندي غیر مستقیم برید وشو، خو هیڅ مالي او ځاني زیان یي نه دی رسولی.

د یادوني وړ ده چي د بګرام هوايي ډګر په پر لپسې توګه د طالبانو دورته بریدونو لاندي راځي، خو بهرني ځواکونو په داسي پيښو کي خپل د زیان په اړه هیڅ هم نه وايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x